غزه کې پر یوه کمپ برید او د ۲۷۴ فلسطینیانو وژنه؛ ترکیه: اسراییلو پر خپلو جنایتونو یو بل ورزیات کړ

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

په داسي حال کې چې د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په دې تړانګه کې د اسراییل پر بریدونو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي، ترکیه وايي چې اسراییل پر خپلو جنایتونو یو بل ورزیات کړ.

د غزې د روغتیا وزارت نن یکشنبې وویل چې د شنبې په ورځ د غزې په مرکزي ښار النصیرات کې د کډوالو پر کمپ د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۴ فلسطینیان وژل شوي او ۶۹۸ نور ټپیان دي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، په غزې تړانګه کې د اسراييل په پوځي عملياتو کې د اکټوبر مياشتې له اوومې راهيسې لږ تر لږه ٣٧ زره ۸۴ فلسطينيان وژل شوي او ٨۴ زره ۴٩۴ نور ټپيان شوي دي.

له بلې خوا ترکیې په غزې تړانګه کې د یرغملو د خوشې کولو لپاره د اسراییلو عملیات "وحشیانه برید" وباله او اسراییل یې په جنګي جرمونو تورن کړ.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې پرته له دې چې د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو یادونه وکړي وویل: "په دې وروستي وحشیانه برید سره، اسراییل په غزه کې د جنګي جنایتونو په ليست کې یو نوی جنایت زیات کړ."

د شنبې په ورځ د اسراییل پوځ په یو لړ عملیاتو کې د هغو برمته وو ۴ تنه خوشې کړل چې د اکتوبر په اوومه نېټه حماس پر اسراییل د خونړي برید په ترڅ کې تښتولي وو.

دوی د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې له اته میاشتني بنده وروسته وموندل شول.

د راپورونو له مخې د ژغورني ماموریت د درنو هوايي بریدونو او د توپ د ډزو په ملګرتیا ترسره شو.

د حماس رسنیو دفتر وايي، په نصيرات کې چې يو له هغو ځايونو څخه دی چې عمليات په‌کې ترسره شوي، ۲۱۰ فلسطينيان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپيان دي.

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

دا معلومات تراوسه پورې په خپلواک ډول تایید کېدای نه شي.

د اسراییل پوځ ویلي چې د دغو راپورونو د تاییدولو هڅه کوي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیال هاګاري وویل، د مرګ ژوبلو شمېر تر سلو لږ دی.

په غزې تړانګه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیایی چارواکو او طبي سرچینو مخکې د ۵۵ تنو د وژل کېدو خبره کړې وه.

په همدې منځ کې په اسراییل کې، هغه کورنۍ چې عزیزان یې یا د حماس له‌خوا وژل شوي او یا په غزه کې بندیان دي پر صدراعظم بنیامین نتانیاهو په دې خاطر انتقاد کړی چې له خوشې شویو یرغملو سره یې لیدلي، خو د نورو قربانیانو د کورنیو له غړیو سره یې نه دي کتلي.

نتنیاهو د شنبې په ورځ په روغتون کې له غزې تړانګې څخه له څلورو خوشې شویو یرغملو سره وکتل.

د رسنیو د راپورونو له مخې، خو د اکټوبر په اوومه پر اسراییل د حملې په لړ کې د حماس له لوري د وژل شویو اسراییلیانو کورنۍ او د وژل شویو یرغملو خپلوان په غوسه دي چې نه نتنیاهو او نه هم د حکومت نورو استازو له دوی سره تماسونه نیولي دي.