د بدخشان معترضان: طالبان په زور د کوکنارو د کښت ویجاړولو ته دوام ورکوي

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین

د بدخشان ولایت بزګران او اعتراض کوونکي وايي چې د طالبانو حکومت له دوی سره د کړي موافقې خلاف د درېیو اعتراض کوونکو قاتلان نه دي نيولي او د کوکنارو د کښت ویجاړولو په بدل کې یې له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې هم مرسته نه ده کړې.

په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت ویجاړولو بهير له عادي حالت څخه وتلی او اوس د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ، د دفاع وزارت او استخاباراتو کارکوونکي په دې عملیاتو کې په ګډه کار کوي.

د بدخشان ولایت بزګرانو ازادي راډيو ته وويل چې د استخباراتو د ریاست کارکوونکو يوازې تېره اوونۍ په پنځو ولسوالیو کې شل بزګران نيولي او نامعلوم ځای ته بېولي دي.

د بدخشان ولایت يوه اوسېدونکي کلیم الله ازادي راډيو ته ووويل، که څه هم تېره اونۍ له کابل څخه رالېږل شوي هيئت ژمنه وکړه چې د بزګرو غوښتنو ته به پام کېږي او د کوکنارو کښتونه به له هغوی سره په همغږۍ ویجاړ شي خو اوس چې دوې اونۍ تېرې شوي د بزګرو غوښتنو ته هيڅ پام نه دی شوی.

هغه زیاتوي: "د خلکو یوه غوښتنه د خلکو د قاتلینو نیول او بل د بدخشان خلک چې څه ناڅه ځمکې لري او کوکنار يې په کې کرلي دي د دې ځمکو لپاره بديل کښت ورکول دي. دا کوکنار د پخواني دولت او طالباني مافيايي ډلو په ګډو هڅو کرل کېږي، په خلکو پورې هیڅ اړه نه لري."

د بدخشان ولایت اوسېدونکي وايي چې د افغانستان د نورو ولایتونو په ډول په بدخشان ولایت کې هم د کوکنارو د کښت اصلي علت اقتصادي ستونزې دي.

د بدخشان ولایت یو اوسېدونکی چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي ازادي راډيو ته وويل:"د ملت یوه ستونزه دا ده چې د لوږې او بېوزلۍ له امله د کوکنارو کښت ته مجبوره کېږي. خلکو نه غوښتل چې د کوکنارو کښت يې ویجاړ شي، له همدې امله راپورته شول چې دا کار د جنجال سبب شو، خو اوس د برلاس په سیمه کې هېڅ ستونزه نه‌شته."

له بلې خوا د طالبانو حکومت د خپلو ژمنو پوره کولو او بديل کښت په برخه کې له بزګرو سره له مرستې پرته د کوکنارو د کښت ویجاړولو ته دوام ورکوي.

د بدخشان د والي مرستیال امین الله طیب د طالبانو د مشرتابه په استازيتوب ژمنه کوي چې سږکال به په دې ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شي.

طیب وویل: "دلته تر یوولس سوه جریبه ډېره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده. د بدخشان ولایت په جرم، اګرو، درایم، تیشکان او کيشم ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت اړلو کار په چټکۍ سره روان دی. انشاالله چې په روان کې کال کې به په بدخشان ولایت کې د کوکنارو کښت صفر شي."

د السیس په نوم یوې بریتانوۍ موسسې پروسږکال د سپوږمکۍ یا سټلایټ په وسيله یوه سروې وکړه، د دې سروې عکسونو او تحليل ښودلې وه چې په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د کوکنارو لږ کښتونه ویجاړ شوي او بزګرو وکولای شوای چې د ډېری کوکنارو څخه تاریاک راټول کړي، له همدې امله د طالبانو حکومت د افغانستان دې دوو شمال ختيځو ولایتونو ته ډېر پام اړولی دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د بدخشان د معترضانو په اړه راپور

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا