د سویډن کمېټې د فعالیتونو ځنډیدل؛ پر افغانانو به یې اغېزې څه وي؟

د سویډن کمېټې لوګو

په افغانستان کې د سویډن کمېټې یو شمېر کارکوونکي او ځینې مرستندویان، په دې هېواد کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو درېدل، لویه ضایعه بولي.

په غزني او بلخ کې د دې کمېټې دوو کارکوونکو چې و یې نه غوښتل نومونه یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د چارو بندېدل، د دې کمېټې ډېر شمېر کارکوونکو او هغو کسانو ته چې له مرستو یې برخمن کېدل، زیان رسوي.

"یوازې یې په غزني کې د معلولینو لپاره لوی روغتون درلود چې هره ورځ به ورته تر ۲۰۰ تنه راتلل. اوس چې روغتون تړل شوی، ډېر خلک یې د دروازې تر شا ولاړ او په تمه دي. همدا ډول یې په غزني کې په ښوونیزه برخه کې زیات زده‌کوونکي او ښوونکي درلودل او د انجینرۍ په برخه کې هم ورسره ډېر خلکو کار کاوه. اوس چې له بده مرغه د سویډن کمېټه تړل شوې، خلک ډېر زیانمن شول. "

"زه د پوهنې په برخه کې د سویډن موسسې له کارکوونکو وم. اوس چې د دې موسسې فعالیتونه بند شول، موږ او د سیمې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ یوو. "

په ورته وخت کې یو بل تن چې په افغانستان کې په مرستندویه چارو بوخت دی او و یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

"هغه که د سویډن کمېټه ده چې اوس یې ټول فعالیتونه وتړل شول او نه شي کولای کار وکړي او که نور دي، د ټولو کارونه اغېزمن دي او د ملت رنځ لره درمل دي. له بده مرغه د دې ټولو نشتون چې د خلکو د خوښۍ لامل کېږي، لویه ضایعه ده. داسې مهال چې خلک اوبه او ډوډۍ نه‌لري او له لوږې مري، خو دوی سازمانونه تړي. "

په افغانستان کې د سویډن کمېټې د تېرې جمعې په ورځ په افغانستان کې د خپلو چارو د بندېدو خبر ورکړ.

د دې کمېټې عمومي رییس اندریاس ستفانسون په خپله ایکس‌پاڼه د دې وضعیت په اړه ناهیلي او اندېښنه ښودلې، خو زیاته کړې؛ له افغانانو سره یې د مرستو ژمنتیا پر خپل ځای ده.

په شبرغان کې د سویډن کمېټې د یوه روزنیز مرکز زده کوونکې - ارشیف

هغه له سویډن راډیو سره مرکه کې بیا ویلي، دا پرېکړه د طالبانو په غوښتنه او د دې کمېټې د کارکوونکو د امنیت په نظر کې نیولو لپاره شوې ده.

ښاغلي ستفانسون هیله ښودلې چې دوی وشي کولای چې خپل یو شمېر فعالیتونه په افغانستان کې د نورو همکارو سازمونو په وسیله مخ‌ته یوسي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له تېرو څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې کار کاوه، خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو له‌خوا له بېلابېلو محدودیتونو سره مخ وه.

د طالبانو حکومت په تېر اوړي کې وروسته له هغې چې په سویډن کې یو شخحص قران کریم ته سپکاوی وکړ اعلان وکړ، تر هغه چې دا هېواد له ټولو مسلمانانو د دې چارې له امله بښنه و نه غواړي، اجازه به ور نه کړي چې په افغانستان کې د سویډن کمېټه فعالیت وکړي.

خو د سویډن کمېټې بیا ویلي وو چې دا یو غیر دولتي بنسټ دی او پر همدې دلیل یې تر اوسه خپل فعالیتونه مخ‌ته وړل.

په افغانستان کې د سویډن کمېټه په ۱۹۸۰ کال کې جوړه شوه او له ۲۰ زرو معلولیت لرونکو وګړو یې ملاتړ کاوه. دې موسسې په ۱۸ ولایتونو کې ۸ زره افغانان هم په دندو ګمارلي وو.

د ویلو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو او په ځانګړي ډول په ۲۰۲۲ کال په غیر دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار تر بندیز وروسته، یو ډېر شمېر موسسو او سازمانونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود یا هم بند کړل.

له افغانانو سره د مرستندویه سازمانونو مرستې داسې مهال کمېږي چې د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې نږدې ۲۴ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.