افغانستان کې جوړه شوې ښیښه؛ په اسیا او اروپا کې د خنډونو او روغتيايي ستونزو لامل شوې

تصویر آرشیف: مواد مخدر شیشه که در افغانستان تولید شده است

د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ وايي چې په افغانستان کې جوړ شوي کېمیاوي نشه يي مواد او له افغانستان څخه د دې موادو قاچاق په جنوبي اسيا کې د خنډونو او اروپا کې د اعتیاد سبب شوی دی.

د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ د نشه يي موادو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ.

د دې راپور پر بنسټ، په نړۍ کې د نشه يي موادو جوړولو او خرڅولو لپاره له انټرنېټ څخه کار اخيستلو ډېره وده کړې ده.

د دې بورډ څېړنې ښيي، جرمي ډلې توانېدلي چې د اجتماعي شبکو په مرسته د کیمیاوي نشه يي موادو خرڅول ډېر کړي او دا اسانه لار د دې سبب شوې چې په معتادینو کې د نشه يي موادو تر حد زیات استعمال یا اوورډوز overdose ډېر شي.

د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ مشر جلال توفيق د دې راپور وړاندې کولو په ترڅ کې وويل چې، افغانستان اوس هم نړۍ ته د نشه يي موادو د صادروونکو هېوادونو د لېست په سر کې دی.

هغه وايي: "جنوبي اسيا د کیمیاوي نشه يي موادو له امله له ستونزو، په تېره بیا هغې ښیښې له امله له لویې ستونزې سره مخ ده چې په افغانستان کې جوړه شوې او دا مواد اروپا ته هم قاچاق کېږي. په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او هیرويينو په تولید کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ وړانديز کوي چې باید په افغانستان کې بزګرو ته د کوکنارو بديل ورکړل شي، ځکه افغان بزګران د کوکنارو له کښت پرته د عایدو بله سرچینه نه لري."

د دې بورډ مشر داسې مهال د افغانستان د کوکنارو په کښت کې د کموالي او په ورته وخت کې د هيرويينو جوړولو یادونه کوي چې ایراني مقاماتو تازه دا ادعا کړې چې که څه هم د طالبانو حکومت د کوکنارو په کښت کې د کموالي ادعا کوي، خو له افغانستان څخه ايران ته د تاریاکو او هېرويينو قاچاق نه دی کم شوی.

تېره اوونۍ د اروپا د نشه يي موادو او اعتیاد د څارنې مرکز یو راپور خپور کړ، په دې راپور کې هم راغلي وه چې، له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته تاریاک قاچاق کېږي، هلته هيرويين ځنې جوړېږي او بیا له دې دوو هېوادونو څخه اروپا ته رسېږي، خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې دوی د کوکنارو په کښت کې د کموالي ترڅنګ، د نشه يي موادو د قاچاقو مخه هم نيولې ده.

هغه وویل: "په افغانستان کې دا مهال د نشه يي موادو د تولید او قاچاقو کچه تقریبا صفر شوې ده. اوس د کوکنارو د بديلو کښتونو لپاره ډېره ښه زمینه برابره شوې ده، نړیوال سازمانونه کولای شي چې په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي."

د نشه يي موادو د کنټرول نړیوال بورډ او طالبانو حکومت داسې مهال د افغان بزګرو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي چې، د طالبانو حکومت ويلي، د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې پخوانی اجرائيوي مشر پينو آلارچي کابل ته تللی دی.

د طالبانو د حکومت په وینا، ښاغلی الارچي د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې په افغانستان کې کنفرانس جوړوي چې هدف يې د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د مرستو جلبول بلل شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان راپور

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا