په اسلام‌اباد کې له معترضو بلوڅانو سره د پولیسو تاوتریخوالی وغندل شو

د بلوڅو معترضانو د لاریون یو انځور

د بخښنې نړیوال سازمان په اسلام‌اباد کې له اعتراض کوونکو بلوڅانو سره د پولیسو تاوتریخوالی غندلی او د اندېښنې وړ یې بللی دی.

د پاکستان پولیسو له هغو بلوڅ اعتراض کوونکو سره تاوتریخوالی کړی چې د بلوچستان له تربت سیمې نه تر سلګونه کیلو متره لاریون وروسته تېره شپه اسلام اباد ته ورسېدل.

د ازادي راډیو مشال څانګې لیکلي چې پولیسو د لاریونوالو د مشرې ماهرنګ بلوڅ په ګډون ۱۵۰ اعتراض کوونکي نیولي دي.

د لاریون تنظيموونکې کمېټې مشال راډیو ته ویلي چې پولیسو دوی اسلام اباد پرېس کلپ ته پرېنښودل او نيمه شپه یې د دوی د تیت او پرک کولو هڅه وکړه.

دغې کمېټې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې پولیسو یې ټول مظاهره چيان نيولي بېلابېلو تاڼو یا د پولیسو مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

اعتراض کوونکي ادعا کوي چې پولیسو د نیول شویو کسانو مبایل ټیلفونونه ضبط کړي او له هغوی سره د دوی اړیکه پرې شوې ده.

د اسلام اباد پولیسو د نیول شویو اعتراض کوونکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو پر ایکس شبکه یا پخواني ټویټر یې ادعا کړې چې په لاريونوالو کې مخ پټي امنیت خرابوونکي کسان وو نو ځکه یې پر ضد اقدام وکړ.

پولیسو په خپل بیان کې زیاته کړې چې لاريونوالو پر هغوی کاڼي ورولي دي.

له بلوڅو اعتراض کوونکو سره چې ادعا کوي له حکومته زرګونه تري تم شویو او وژل شویو بلوڅانو ته عدالت غواړي، د پولیسو تاوتریخجن چلند د بشري حقونو بنسټونه اندېښمن کړي دي.

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون "د پولیسو عمليات په سختۍ سره غندلي" او ويلي یې دي چې لاریونوال د جبري تري تم شویو کسانو کورنۍ، ښځې او ماشومان دي.

دغه کمېسیون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، له دې معلومېږي چې دولت د اعتراض کونکو د ژوند غوښتنې حق ته څومره په ټیټه سترګه ګوري.

پر ټولنيزو رسنیوو ګڼې داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې پولیس په مظاهره چيانو اوبه استعمالوي او وهي یې. په ځينو نورو ويډيوګانو کې ښکاري چې ځيني اعتراض کوونکي په بې هوشه حالت کې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې هم د پولیسو پر دې چلند اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې خلک باید مدني حرکتونه او خپل غږ اوچتولو ته پرېښودل شي.