د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

په پاکستان کې د بلوڅ محصل د خوشې کېدو غوښتنه وشوه


بیبګر امداد وروسته له دې ونیول شو چې په کراچۍ پوهنتون کې د کنفیوسیوس انستیتیوت درې استادان په انتحاري حمله کې ووژل شول.
بیبګر امداد وروسته له دې ونیول شو چې په کراچۍ پوهنتون کې د کنفیوسیوس انستیتیوت درې استادان په انتحاري حمله کې ووژل شول.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمینسټي انټرنېشنل د هغه بلوڅ محصل د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې په کراچۍ ښار کې پر چینایانو له ځانمګري برید وروسته نیول شوی او د برخلیک په اړه یې معلومات نه شته.

ادعا کېږي، چې د یوې بلوڅې ښځې له لوري له انتحاري بریده وروسته په کراچۍ کې یو شمېر کسان په دې خاطر نیول شوي چې په خټه بلوڅ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پرون (پنجشنبې) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې پر پاکستاني چارواکو غږ کوي چې د بلوڅ محصل بیبګر امداد په اړه دې ووايي چې چېرې دی او که دوی نیولی وي نو سمدستي دې خوشې کړي او یا دې یې محکمې ته وړاندې کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز ویلي، که بیبګر نیول شوی وي، د عادلانه محاکمې حق لري.

راپورونه وايي، چې بیبګر په اسلام اباد کې د نمل پوهنتون محصل دی او د چهارشنبې په ورځ هغه مهال د دریو موټر سپرو له لوري ونیول شو چې د لاهور په پنجاب پوهنتون کې د خپلوانو لیدو ته تللی و.

د پنجاب پوهنتون یوه ویندوی د بیبګر نیونه تایید کړې او ویلي، چې استخباراتي ادارو له پوهنتون څخه بېولی دی.

خو امنیتي او استخباراتي ادارو د نوموړي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې بلوڅو او پښتنو اقلیتونو په ځلونو ادعا کړې، چې د استخباراتو له لوري د دوی خلک نیول کېږي او مړ – ژوندی یې نه معلومېږي.

په پاکستان کې د بلوڅ محصلانو فدراسیون ویلي، چې د دوی یو شمېر نور کسان هم نیول شوي خو چارواکو تراوسه پورې رسماً د چا د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

بیبګر امداد وروسته له دې ونیول شو چې په کراچۍ پوهنتون کې د کنفیوسیوس انستیتیوت درې استادان په انتحاري حمله کې ووژل شول.

د دې برید مسوولیت د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچ لیبرېشن فرنټ یا د بلوچانو د ازادۍ جبهې په غاړه واخیست او ویې ویل چې دا برید یوې ښځې، چې شاري بلوچ نومېده، کړی دی.

دې پېښې په ټولینزو رسنیو کې ډېر بحثونه پارولي دي. خو د بلوڅو محصلانو ټولنې ویلي چې د پاکستان په پوهنتونونو کې په دې پلمه د بلوڅو محصلانو ځورول نوې خبره نه ده بلکې تر دې مخکې هم ځورول کېدل.

پرون بلوڅو محصلانو د لاهور په پنجاب پوهنتون کې په دې خاطر احتجاج کاوه خو اجازه ورنه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG