د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

د بلوڅانو ازادي بخښونکي غورځنګ تأیید کړه چې یو مشر یې وژل شوی


د بلوڅانو د ازادي بخښونکي غورځنګ یو مشر اسلم بلوڅ
د بلوڅانو د ازادي بخښونکي غورځنګ یو مشر اسلم بلوڅ

د بلوڅانو ازادي بخښونکي غورځنګ تأیید کړه چې یو مشر یې په یوه برید کې وژل شوی دی.

د بلوڅانو د ازادي بخښونکي غورځنګ ویاند جیاند بلوڅ په یوې اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۵» خپره کړې ویلي چې د دې ډلې مشر اسلم بلوڅ او د هغه پنځه ملګري په یوه چاودنه کې چې ځای یې نه‌دی ښودلی، وژل شوي.

په اعلامیه کې په‌دې اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

خو افغان چارواکو ویلي چې وړمه ورځ د کندهار په عینو مېنه کې په یوې ځان‌وژونکې حمله کې د بلوڅانو یو کور په نښه شوی و.

د بلوڅ بېلتون‌پالو مشر او ملګري یې وروسته له هغې وژل کېږي چې تېره میاشت درې وسله‌والو په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ حمله کړې وه چې په نتیجه کې یې درې واړه برید کوونکي، دوه پولیس او دوه ملکیان ووژل شول.

د پاکستان سما ټلوېزیون راپور ورکړی چې اسلم بلوڅ د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې چې له بلوچستان سره پوله لري، وژل شوی دی.

د پاکستان سما ټلوېزیون راپور ورکړی چې اسلم بلوڅ په کندهار کې وژل شوی دی.
د پاکستان سما ټلوېزیون راپور ورکړی چې اسلم بلوڅ په کندهار کې وژل شوی دی.

تر اوسه د دې برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې خپل پخوانی سیال هند تورنوي چې په بلوچستان کې د بېلتون‌پالو ملاتړ کوي.

هند بیا د بلوڅو بېلتون‌پالو سره مرسته نه‌مني او پاکستان تورنوي چې په سیمه کې د اسلام‌پالو تُندلارو ملاتړ کوي.

بلوچستان چې ایران او افغانستان سره پوله لري، له منرالونو او طبیعي ګازو څخه بډای دی، خو بیا هم د پاکستان یو له تر ټولو بې‌وزلو ایالتونو ګڼل کېږي.

بېلتون‌پالي له څو لسیزو راهیسې د هغه پر ضد کمپاین کوي چې دوی یې د زېرمو ناسم کارول یادوي.

د بلوڅانو ازادي بخښونکی غورځنګ په تېره بیا د هغو پروژو سره مخالفت لري چې چین‌یې په پاکستان کې پلې کوي.

دوی وایي، د چین هر ډول اقتصادي پروژو کې د دوی له زېرمو کار اخیستل کېږي، خو بېرته د پنجاب په ګټه تمامېږي.

بلوڅان پر پاکستان تور لګوي چې بلوڅان‌یې د هغوی د خپلې خاورې د زېرمو څخه قصداً محرومه کړي دي.

د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز پروژه «CPEC» د چین یوې لویې اقتصادي پروژې "د یو کمربند-یوه لار" برخه ده.

دغه پروژه د چین د ولسمشر شي جین پېنګ پروژه ده چې چین به د مرکزي، جنوبي اسیا او د اروپا سره ونښلوي.

دا پروژه د ورېښمو تاریخي لار ته عصري بڼه ورکوي.

دغه لار له بلوچستانه تېرېږي.

XS
SM
MD
LG