اسراییلي ځواکونو د غزې پر لوی روغتون عملیات پیل کړي

په الشفا روغتون کې اسراییلي سرتېری د عملیاتو پر مهال

د راپورونو له مخې اسراییلي ځواکونو د غزې پر لوی روغتون چې ویل کېږي په زرګونو ناروغانو او د غزې اوسېدونکو په کې د جګړو له امله پناه اخیستې، عملیات پیل کړي دي.

ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د غزې پر لوی روغتون د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په اړه د خطر زنګ وهلی او غوښتنه یې کړې چې په دې روغتون کې د زرګونو ناروغانو او ولسي وګړو باید ساتنه وشي.

اسراییلي ځواکونو په غزه کې چې سخت دریځه حماس ډله پرې واکمنه ده او امریکا او اروپایي ټولنه هغه یوه ترهګره ډله بولي، په الشفا روغتون کې نن سهار عملیات پیل کړل.

د راپورونو له مخې په دغه روغتون کې چې په زرګونو ناروغانو او ولسي وګړو د سختو جګړو له امله پناه اخیستې، اسراییل وایي، په دغو عملیاتو کې د دغه روغتون تر ځمکې لاندې تونلونو کې د حماس د قوماندې مرکز په نښه شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږه کوونکي مارټین ګریفیټس په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې دی هغو راپورونو چې وایي د اسراییل پوځ په دې روغتون کې عملیات پیل کړي، وېرولی دی.

هغه ویلي چې په دې روغتون کې د نویو زېږېدلو ماشومانو، ناروغانو، روغتیایي کارکوونکو او ټولو ملکي وګړو خوندیتوب باید د ټولو اندېښنو په سر کې وي.

هغه دا هم ویلي چې روغتونونه د جګړې ډګرونه نه دي.

په الشفا روغتون کې د جراحي ډاکتر احمد الموخالالاتي رویترز آژانس ته ویلي چې په روغتون کې دننه د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو له پیلېدو سره یو بد وضعیت رامنځته شو.

هغه وویل: "دوی تېر ماښام عملیات پیل کړل. د روغتون د باندې او دننه سختې بمبارۍ او نښتې وشوې. ډېر بیرونکي غږونه مو اورېدل. پېښه مو احساسوله. روغتون ته ډېره نږدې وه."

په غزه کې د روانې جګړې له امله ډېری روغتونونه د برښنا، درملو، طبي وسایلو او د اړتیا وړ نورو موادو له سخت کمي سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په اوس وخت کې د غزې په شمال کې یو روغتون د دې نسبي وړتیا لري چې ناروغانو او ټپیانو ته څه خدمتونه چمتو کړي.

په عین حال کې د مصر امنیتي چارواکي وایي، د غزې تړانګې ته له هغه مهال راهیسې چې اسراییل سیمه بشپړه کلابنده کړې، د تېلو لومړني ټانکرونه د رفح له پولې ننوتي دي.

اسراییل په غزه کې چې سخت دریځه حماس ډله پرې واکمنه ده، د حماس پر وړاندې جګړه وروسته له هغې پیل کړې چې دې ډلې د اکټوبر په اوومه د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو برید وکړ.

۱۲۰۰ اسراییلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نوریې له ځان سره یرغمل کړل.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مځې غزې ته د تېلو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر د مصر دوو امنیتي چارواکو ورکړی او عیني شاهدانو هم ویلي چې د تېلو دوه نور ټانکرونه یې لیدلي چې د رفح د پولې د مصر غاړه کې دې ته منتظر دي چې غزې ته ننوځي.

د اکټوبر له ۲۱ راهیسې له مصر څخه غزې ته محدودې بشري مرستې ننوتي، خو اسراییل تراوسه سیمې ته د تېلو د رسېدو مخه نیولې وه.