چارواکي: د غزې د الشفا روغتون انګړ کې ۱۷۹ مړي په یو ډله‌ییز قبر کې ښخ شوي

د غزې د الشفا روغتون انګړ

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، لسګونه مړي یې د الشفا په مرکزي روغتون کې په یوه ډله ییز قبر کې ښخ کړي دي.

د غزې د مرکزي روغتون الشفا مشر محمد ابو سلمییه وايي چې ۱۷۹ مړي یې د دې روغتون په انګړ کې په ډله ییز قبر کې ښخ کړي دي.

هغه زیاتوي چې په دې ډله کې د ۷ ماشومانو او هغو ۲۹ کسانو مړي هم شامل دي چې د روغتون د بېړني مراقبت په څانګه کې مړه شوي دي.

د ابو سلمییه په وینا دې ناروغانو وروسته له هغه سا ورکړه چې د روغتون د تېلو او نورو اړتیاوړ موادو زېرمې پای ته ورسېدې او دوی دې ته اړ شول چې په ډله ییز قبر کې یې یوځای خښ کړي.

په عین حال کې په روغتون کې دننه د فرانس‌پرېس خبري آژانس یوه همکار خبریال ویلي چې د ورستو شویو مړو بوی د روغتون په هره برخه کې احساسېږي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې په غزه کې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي په برخه کې د نړیوالو غوښتنې په زیاتېدو دي د امریکا ولسمشر پر اسراییلو غږ کړی چې په جګړه کې د ایسارو ملکيانو ساتنه وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن

جوبایډن پرون خبریالانو ته وویل، روغتون باید خوندي وي. بایډن پر اسراییلو غږ وکړ چې د روغتون وضعیت ته په پام سره له لږ ځواک څخه کار واخلي.

عیني شاهدان وايي، د الشفا په شاوخوا کې له څو ورځو هوايي حملو وروسته اسراییلي ټانکونه او زغرګاډي د کلابند روغتون د دروازې په څو متره واټن کې ځای پرځای شوي دي.

دا روغتون په غزه کې د تېرو پنځو اونیو د جګړې په اصلي محور بدل شوی دی.

اسراییل وايي، دا روغتون د پټو فعالیتونو یوه پوځي قرارګاه ده چې حماس ډله کار ترې اخلي.

حماس ډله د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژندل کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روغتون کې دننه زرګونه او احتمالا شاوخوا لس زره کسان چې ناروغان، روغتیاپالان او له جګړو بېځایه شوي خلک په کې دي، په نږدې سیمو کې د تودو جګړو له کبله نه شي کولای له هغه ځایه ووځي.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس یې اداره کوي وايي د اسراییلي پوځ په حملو کې تردې دمه د زرګونه ماشومانو په ګډون ۱۱۲۴۰ کسان وژل شوي دي چې ډېری ملکي وګړي دي.

له بلې خوا د اسراییل پوځ ویلي چې د غزې په جګړه کې یې ۴۷ سرتېري وژل شوي دي.