د برېتانیا لوی درستیز: په افغانستان کې زموږ د ځواکونو لخوا د ادعا شویو بې ګناه وژنو په تړاو څېړنې روانې دي

برېتانوي ځواکونه تر ډېره هلمند ولایت کې مېشت وو - ارشیف

د برېتانیا د پوځ لوی درستیز ویلي دي چې په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو لخوا د ادعا شوو وژنو په اړه څیړنه به "د ځینو لپاره احساساتي او نا آرامه پروسه" وي.

امیرالبحر ټوني رادکین چي سه شنبه د افغانستان د دې قضیې په تړاو ټاکلې کمېټې ته د ځواب ویلو لپاره وربلل شوی و، په خپل بیان کې وویل چې دی او د دفاع وزارت ټوله مشرتابه له دې څېړنو بشپړ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه.

"زموږ دریځ واضح دی چې دې مسله کې زموږ د شهرت توجیه او د اوس او راتلونکي لپاره د خلکو د باور ساتل شامل دي - او دا سمه ده چې د غیرقانوني فعالیتونو تورونه په بشپړه توګه وڅیړل شي، او دا سمه ده چې موږ د دفاع وزارت ځواب و ارزوو چې آيا له دې څه زده کړه په کار ده''

د برېټانیا د دفاع وزارت له خوا ټاکلې کمېټې هغه تورونه څېړي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د برېټانیا ځانګړو ځواکونو لسګونه بې ګناه افغانان چې پکې ماشومان هم شامل دي وژلي، په داسې حال کې چې هغوی دغو پوځیانو ته هېڅ کوم جنګي خطر نه و رامنځته کړی.

په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو یو مخکینی کاروان

د دغو وژل شویو کسانو کورنیو د برتانیا ځانګړي ځواکونه تورن کړي چې د ملکي وګړو په وړاندې یې د "وژنې کمپاین" ترسره کړی، خو د دفاع وزارت لوړ پوړو افسرانو او پرسونل "د کافي تحقیقاتو د مخنیوي هڅه کوله".

د برېتانيا حکومت په افغانستان کې د خپلو ځانګړو ځواکونو په اړه د ادعا شویو وژنو د څېړنو لپاره وروسته له هغه یوه کمېټه وټاکله چې د بي بي سي "پانوراما" په ډاګه کړه د هوايي ځواک ځانګړې قطعې د شپږ مياشتني ماموريت په ترڅ کې ۵۴ افغانان په مشکوکو حالاتو کې وژلي دي.

د بېلګې په توګه: د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د نهو کسانو وژنه په داسې حال کې چې هغوی ویده وو.

له دې سره -سره د بریټانیا د پوځ لوی درستیز څېړندویه کمېټې ته وویل چې باید د برېتانیا د زرګونو سرتیرو هڅې او ژمنې له پامه ونه غورځول شي چې د ده په خبره په یوه جګړه ځپلي هیواد کې یې خدمت کړی.

نوموړي وویل:

"موږ په دې پوهیږو چې دا څیړنه د یوې خورا مشخصې درې کلنې مودې په اوږدو کې د قصدي توقیفي عملیاتو په ترسره کولو او د دفاع وزارت لخوا وروسته ځواب باندې متمرکزه ده. دا باید د هغو زرګونوبرېتانوي پرسونل هڅې او ژمنې له پامه ونه غورځوي چې په څه باندې دوو لسیزو کې په افغانستان کې توظیف شوي وو. هغو کسانو چې خپل ژوند په خطر کې واچاوه، ګڼ یې مړه او ټپیان شول."

پر برېتانوي ځواکونو سربېره د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه هم د بې ګناه افغان ملکیانو په وژنې تورن شوي دي.

دغو قضیو په نړیواله کچه عکس العملونه پارولي او د بشري حقونو مدافع سازمانونو ټینګار کړی چې د جګړو پر مهال داسې ادعاوې جدي دي او د عدالت د ټينګښت او د قربانیانو د کورنیو د انصاف لپاره هرومرو لپاره وڅېړل شي.