د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

برېتانیا ته تللي زرګونه افغانان بې کورۍ سرګردانه کړي


د برېتانیا یو استوګنېز کور
د برېتانیا یو استوګنېز کور

په برېټانیا کې چې وارد مخه د کورونو کمښت وو، نویو افغان کډوالو ته په اسانۍ کورونه نه پيدا کېږي.

یو شمېر افغانان په میاشتو- میاشتو په هوټلونو کې پاتې دي او لا یې د دایمي هستوګنې او کورونو غمه نه ده خوړل شوې.

د راپورونو له مخې، له هغو ۲۱ زره کسانو چې برېټانیا تر دې دمه له افغانستانه ایستلي نږدې ۸۸۰۰ تنه یې لا هم په هوټلونو کې اوسیږي.

له دې ډلې یو هم عبدالحق فکري دی.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د کور ژمنه ورسره شوې خو لا هم دی او کورنۍ یې په هوټل کې مېشت دي.

فکري وویل: "یو کال کېږي چې له افغانستان څخه راغلی یم له خپل فامیل سره، دلته په کنټ کې په یوه هوټل کې له نورو افغان مهاجرینو سره ژوند کوم. څلور میاشتې مخکې د برېټانیا حکومت ویلي وو چې هوټلونه باید خالي شي. د کورونو مسله حل شوې او شورا ټولو خلکو ته کورونه پیدا کړي او په تدریجي توګه خلک وځي او کورونو کې ځای پر ځای کېږي. د موږ د کار غوښتنه هم حکومت اورېدلې او اکثر ملګري مو دلته په کار دي. او ځينو سره یې وعدې کړي چې یو وار خپلو کورونو ته ور انتقال شئ کارونه درکوو."

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي، چې لا هم یوه لویه برخه یې د هستوګنې کورونه نه لري او په موقتي ځایونو کې ژوند کوي.
د ۲۰۲۱ په اګسټ کې زرګونه افغانان برېتانیا ته لېږدول شوي، چې لا هم یوه لویه برخه یې د هستوګنې کورونه نه لري او په موقتي ځایونو کې ژوند کوي.

د برېټانیا حکومت شاوخوا درې میاشتې مخکې امر کړی و، چې د اګسټ تر پنځه ویشتمې باید هوټلونه له افغان کډوالو خالي شي.

د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د دایمي هستوګنې او لاسنیوي لپاره د ۲۸۵ میلیونه پونډو بودیجه اعلان کړې، خو محلي شوراګانې دا پيسې کافي نه بولي او وايي چې په دې سره به افغانان په یوه بل موقتي ځای کې مېشتوي او هغه هم سلګونه کیلومتره لرې.

د دغو افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او ان د بې کورۍ له برخلیک سره مخ کېدونکي دي.

د کډوالۍ د حقونو یو مدافع او لیکوال ګل ولي پسرلی وايي د برېټانیا حکومت د افغان کډوالو د دایمي هستوګنې په برخه کې سمه همغږي نه لري.

پسرلي ازادي راډیو ته وویل: "د محلي او مرکزي حکومت تر منځ همغږي نشته. بیا کورنیو چارو وزارت دی. بیا د کابینې دفتر او نور. یو وزیر یو څه وايي بل یې بل څه وایي. خو دغه ۲۵۰ میلیونه پونډه چې حکومت د کډوالو د ملاتړ لپاره اعلان کړي او درې میاشتې وخت یې ورکړی چې کډوال پرې د محلي حکومت او شوراګانو په همکارۍ د خپلو کورونو کرایه ورکړي یا د کور لپاره سامان واخلي، په حقیقت کې چې کله سیمې ته ورشئ نو محلي چارواکي وایي چې دا پيسې موږ ته نه دي راکړل شوي او دا ډېره لویه پروسه ده."

پسرلی ځينې نورې ستونزې هم یادوي چې ځینې افغانان لرو پرتو ښارونو او کلیو ته نه ځي او په لویو ښارونو کې یې د بیو د ګرانۍ په سبب ژوند نه شي کولای.

دا مسله یو شمېر نورو افغانانو چې په بریټانیا کې مېشت دي هم تایید کړې، چې تازه کډه شوي افغانان د حکومت له خوا وړاندیز شوي کورونه اکثر نه مني او غواړي لویو ښارونو لندن، منچستر یا برمنګم کې ځای ورکړل شي.

سره له دې چې د برېټانیا حکومت ویلي ژمن دی چې افغانان به د بې کورۍ له برخلیک سره نه مخ کېږي خو د راپورونو په اساس د انګلستان په ختیځ ښار بکنګهم شایر او په جَنوبي ښار هېردفورډشایر کې دا اوونۍ لسګونه افغانان بې کوره شوي.

اندېښنې دي چې په راتلونکو اوونیو کې به د اېسکس،سوتهامتن،ډېون او بسینګسټوک له هوټلونو هم سلګونه افغانان وایستل شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG