د پاکستان موقت صدراعظم په استولي لیک کې د طالبانو له رژيم څه غوښتي دي ؟

د طالبانو يو شمېر امنيتي ځواکونه له پاکستاني لوري سره د څو ورځې وړاندې نښتې پر مهال په تورخم کې

داسې مهال چې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د طالبانو اوسنی رژیم غیرمشروع بولي، خو په یوه لیک کې یې چې د طالبانو رییس الوزرا ته لیکلی ویلي، هوډ لري چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزې اړیکې لا پراخه او پیاوړي کړي.

که څه هم د دې لیک د لېږلو کره نېټه نه‌ده رسنیزه شوې، خو بېلابېلو پاکستاني رسنیو د خپلو ډيپلوماټانو له قوله لیکلي، دا لیک د هغه خط په ځواب کې لیکل شوی چې مُلا محمد حسن اخند د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه د انوارالحق کاکړ د ټاکل کېدو وروسته د مبارکۍ لپاره ور لېږلی و.

د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ

پاکستانۍ رسنۍ لیکي، په دې لیک کې انوارالحق افغانستان و پاکستان وروڼه هېوادونه بللي او زیاته کړې یې ده، د دواړو هېوادونو اړیکې د یو مذهب، کلتور او تاریخ سره تړلي دي.

ډېر شمېر دغو رسنیو په خپلو راپورونو کې د پاکستاني ډیپلوماټانو له قوله لیکلي، په دې لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او د ګډو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د ګډ کار یادونه هم شوې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې لیک په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم د دې لیک په اړه زموږ پوښتنه بې‌ځوابه پرېښوده.

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ته داسې مهال د پاکستان د سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د لیک رالېږلو راپورونه خپرېږي چې په دې وروستیو کې هغه د افغانستان په اړه خورا سخت دریځ نیولی.

د طالبانو د حکومت رييس الوزرا ملا محمد حسن آخوند

د پاکستان صدراعظم په پرله‌پسې ډول په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون یادونه کړې، له پاکستانه یې د افغان کډوالو د ویستو په اړه غږېدلی او وروستیو کې یې ان د افغانستان دننه د پوځي عملیاتو ګواښ هم کړی.

امریکا غږ د وږي په ۲۱ په خپل یو راپور کې دا هم ولیکل، انوارلحق کاکړ د "اج " په نوم یو پاکستاني تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت مشروع نه دی او یو سرپرست حکومت دی.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست ته په کتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د جوړېدو چانس شته.؟

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير پرون په کابل کې د پاکستان شارژدافیر سره وليدل

د سیاسي مسایلو پوه سمیع‌ یوسف‌زي د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

"د دواړو هېوادونو ترمنځ په تاریخي لحاظ په ډیورنډ لاین د تاوتریخوالي یو عنصر موجود وي چې وخت په وخت رامخ‌ته کېږي او د حکومتونو ترمنځ اړیکې خرابېږي. د دې لیک په استولو پاکستان غوښتل له دې تاوتریخوالي وروسته یو نرمښت وښيي، خو زه فکر کوم د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې کوم چانس نه‌‌شته. "

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، پرون د دې وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني د تورخم دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې او په کراچي ښار کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو د بندیز په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې پاکستان په ډیورنډ کرښه د تاوتریخوالي او د افغان سوداګرو لپاره د ستونزو په جوړولو تورن کړی و.