سینټکام په کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د شوي برید په اړه نوې څېړنه پیل کړې

د کابل هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په شپږویشتمه د شوې چاودنې له کبله ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان وژل شوي وو.

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سینټکام وايي، د کابل د هوايي ډګر په ابي‌ګېټ یې د یو برید له شاهدانو سره چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نېټه شوی و، د مرکو نوې پړاو پیل کړی دی.

د دغه قومندانۍ وياند 'مايکل ټي لاهورن' په يوه اعلاميه کې د جمعې په ورځ وويل چې د دې مرکو د کولو امر د امريکا د دفاع وزارت د مرکزي قومندانۍ د قومندان مايکل اريک کوريلا له‌خوا صادر شوى دی.

د امريکا د دفاع وزارت د مرکزي قومندانۍ قومندان مايکل اريک کوريلا

د اعلاميې پر بنسټ له هغې څېړنو وروسته، چې د اګسټ په مياشت کې ترسره شوې یوه امريکايي سرتېري ټایلر وارګاس اندروې، چې مخکې ورسره مرکه نه وه شوې د خپلې تجربې په اړه څرګندونې کړي چې نوي معلومات لري او مخکې د کوم بل شاهد له خوا نه وې شوې.

د دې مرکو موخه د پېښې له شاهدانو د نویو او متفاوتو اطلاعاتو را غونډول ښودل شوي چې مخکې د ځينو دلايلو له امله له مرکې پاتې وو.

ځينې امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې په دې پړاو کې به له ٢٤ تنو سره مرکه وشي.

د مرکو دا پړاو به په راتلوکي ورځو کې پيل شي.

د دغې پېښې د ځنيو افغان قربانيانو کورنۍ د یادې پېښې په اړه د شویو او نویو څېړنیو اپه اړه بېلابېل لید لوري لري.

یو تن وویل: "فکر نه کوم چې دا څېړنه د افغانستان د خلکو او د هغو لپاره چې خپل خواه خوږي يې له لاسه ورکړي وي وشي.که چېرې څېړنه کېده دا دوه کاله به شوې وه. دا څېړنه ښايي د خپلو کسانو لپاره چې په په دغې پېښه کې یې له لاسه ورکړي وشي."

خو مصطفى احمدي د علي رضا او خبريال مجتبى احمدي ورور، چې په دې پېښه کې ووژل شول بل نظر لري.

هغه د خپلې سرګردانې په اړه چې د خپل ورورنو د مړيو په موندلو کې ورسره مخ و ازادي راډیو ته وویل: "لس، دولس ورځې زه د کابل په روغتونونو کې د خپل ورور په مړي پسې ګرځېدم چې چېرې دی. له بده مرغه یو ورور مې له دولس ورځو ورسته پیدا کړ. رښتیا ډېره سخته وه، ځکه نه کوم حکومت و نه کوم قانون چې ځواب ویونکی وي. فکر نه کوم چې د افغانستان له خلکو سره خبرې وشي. که څېړنه وي نو احتمالاً چې د همغو امریکايي ځواکونو نه به وي چې په سیمه کې وو، خو دا پېښه باید له خلاصو زاویو وڅېړل شي چې معلومه شي د د حملې تر شا څوک وو او ولې ونه څېړل شوه."

مخکې تر دې یو امریکايي پوځي چې په دغه برید کې ټپي شوی و، د هغه هېواد رسنیو ته ویلي وو چې له پېښی مخکې یې برید ګر پېژندلی و، خو تر ده لوړپوړو ده ته اجازه ورنه کړه، چې په پرې ډزې وکړي.

په دې اړه نور: ميليټري نيوز: په ۲۰۲۱ اګست کې پر کابل هوايي ډګر بريدګر پېژندل شوی و

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نېټه یو انتحاري برید کوونکي په داسې حال کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي د کابل د هوايي ډګر یوې دروازې یا ابي‌ګېټ ته څېرمه د خلکو تر منځ وچول، چې سلګونه افغانان پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته له دغه هېواد د وتلو په هڅه کې وو.

په هغو ورځو کې چې د امریکا او ملاتړو له خوا یې د تخلیې عملیات روان وو، په زرګونه افغانان بهر ته د تللو لپاره د کابل د هوايي ډګر دروازو سره راټول شوي وه.

په دغه چاودنه کې ۱۳ امریکايي پوځیان او شا او خوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.

د یاد برید مسوولیت د اسلامي دولت داعش ډلې خراسان څانګې ومانه.