ځينې سوداګر: په تورخم د مېوو او سبزیو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي

د تورخم دروازې یوه څنډه

يو شمېر سوداګر وايي، د تورخم دروازې له پرانيستل کېدو سره هم دواړو غاړو ته پر تازه مېوو او سبزۍ بار موټرې ولاړې دي او اجازه نه ورکول کېږي چې تګ راتګ وکړي.

که څه هم پرون د طالبانو حکومت خبر ورکړ چې تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې خلاصه شوې ده، خو اوس یو شمېر افغان سوداګر وايي، باروړونکو موټرو ته لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې.

دوی وايي چې مسوولانو ورته تخنیکي ستونزې بهانه کړې دي.

کومې ويډيوګانې، چې له سیمې څخه ازادي راډيو سره شريکې شوي په‌ کې ليدل کېږي چې د تورخم دروازې هاغاړه سوداګر د اعتراض په ډول راټول شوي او ادعا کوي چې د پاکستان حکومت ورته د لارې بندېدو لپاره پلمې لټوي.

د زرو خان په نوم د تازه مېوو يو سوداګر چې موټر يې بار ولاړ دی، د شنبې د ورځې په سهار ازادي راډیو ته په رالېږلې ویډیو کې وویل: "سکېنر زه تاسو ته قسم خورمه چې دويمه، تر درېيم ايټم نه ښیي. دا هسې يو ډرامه ده سکېنر، صرف د پيسو لپاره يې بهانه جوړه کړې ده. اول زه درته وايم چې ۵۰۰ وې، بيا یې ۱۰۰۰ کړې، اوس ۱۵۰۰ اخلي. که دا مالونه خراب شول کنه، قسم دی که دا لارموږ نه شلو ورځو کې دوی خلاصه کړه ترڅو يې موږ ته تاوان نه وي راکړی."

دغه سوداګر وايي، پرته له سکېنر هم کېدلی شي پر کرښه موټرې وکتل شي او اجازه ورکړل شي.

د اسماعیل په نوم یو سوداګر هم د شنبې ورځې په سهار ازادي راډیو ته وویل: "دا دويمه ورځ ده چې موټر مو بار کړي دي، دې خوا رااوښتي يو دا د سکېنر مسئله ده، سکېنر نه خلاصوي،.ګاډي ټماټرو'رومیانو' نه لوډ ولاړ دي، ټماټر 'رومیان' هم خرابه شوي دي. مشکل کې ايسار يوو. اوس يې لار هم بنده کړې ده. پساو يوو."

د تورخم لاره د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له شخړې وروسته د سپټمبر پر نهمه د هر ډول تګ راتګ په مخه وتړل شوه، خو د دواړه لوريو ترمنځ له خبرو اترو وروسته پرون دا لار بېرته پرانيستل شوه.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې پرون د ننګرهار د رسنیو دفتر په وټسپ ګروپ کې د دغه دروازې د خلاصون خبر خپور کړ او ویې لیکل: "تورخم دروازه نن سهار اته بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه."

همدا خبر د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي تلوېزیون هم په خپله ایکسپاڼه خپور کړ.

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

سوداګر وايي، پولې دواړو خواوو ته دا مهال د مېوو او سبزیو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

په تورخم کې ځايي کاروباریان وايي، د لارې له پرانيستل کېدو سره سم چې باروړونکو موټرانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه، له دراوزې دې غاړه تله او هاغاړه سکېنر خراب شول چې ورسره سملاسي بېرته لاره د لويو موټرو په مخه وتړل شوه.

دا چې له پرون راهيسې د تازه مېوو او سبزيو له امله دواړه لوريو ته څومره زيان اوښتی، د افغانستان سوداګرۍ خونې مسوولانو په دې اړه ازادي راډيو ته مالومات ورنه‌کړل.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزي د شنبې د ورځې په سهار ازادي راډيو ته يوازې دومره تاييد کړه چې لاره تړل شوې او دوی په دې هڅه کې دي چې ياده لار ژر تر ژره پرانيستل شي.

نوموړي پرون ازادي راډيو ته ويلي وو چې د تورخم دروازې د ۹ ورځو پرله‌پسې تړل کېدو له امله تر دې دمه دواړو غاړو سوداګرو ته شاوخوا دوه ميليون ډالر زيان اوښتی دی.

لا معلومه نه ده، چې په تورخم دروازه به باروړونکو موټرو ته کله د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.