د تورخم دروازې پر بندېدو او بیا پرانیستلو د انډپنډنټ تبصره

د تورخم دروازې یوه څنډه

انډپنډنټ:

د بریتانیا انډپنډنټ ورځپاڼې پرون د تورخم دروازې پر بیا پرانیستل کېدو لیکنه خپره کړې چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر شخړې وروسته ۹ ورځې د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې پاتې وه.

د ورځپاڼې په لیکنه، پاکستان تورخم دروازه د سپټمبر پر شپږمه نېټه وروسته له هغې وتړله، چې د دواړو لوریو ترمنځ ډزې تبادله شوې.

د انډپنډنټ د مقالې له مخې، پاکستان ویلي، طالبانو د پاکستان په خاوره کې دننه په غیرقانوني ډول تاسیسات جوړول چې مخه یې ونیول شوه، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی په خپله خاوره کې یوه پخوانۍ پوسته بیا رغوله چې د پاکستان له خوا ورباندې ډزې پیل شوې.

په تورخم کې د افغانستان کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب ویلي، د جمعې له سهاره لاریو او پلیو کسانو له دې دروازې تګ راتګ پیل کړ.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي ویلي، د تورخم دروازې له بیا پرانیستل کېدو سره د هغو سوداګرو چې په دواړه خواوو کې یې مالونه راګیر پاتې وو، ستونزه پای ته ورسېده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې بل غړي خان جان الکوزي ازادۍ راډیو ته ویلي، د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته تر دې دمه شاوخوا دوه میلیون ډالره زیان اړولی دی.

افغان سوداګر وايي، زیات وخت پاکستان د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په اوج کې د دغسې لانجو په پلمه د تورخم په څېر دروازې تړي چې دا کار تر ډېره افغان سوداګرو ته مالي زیانونه اړوي.

جاپان ټایمز:

د جاپان ورځپاڼې جاپان ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې باب چې جاپان د افغانستان د روان کړکېچ په حل کې د مرستو څه پلان لري، د شیدا محمد ابدالي لیکنه خپره کړې چې له تېر جمهوري نظام راهیسې د جاپان لپاره د افغانستان د سفیر په توګه دنده پرمخ بیايي.

هغه ویلي، د جاپان د سفیر په توګه د دندې له پیل سره د افغانستان په مشرتابه کې د بدلونونو شاهد پاتې شوی چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.

د جاپان ټایمز په مقاله کې ابدالي ویلي، که څه هم اوس هغه حکومت چې دی یې د سفیر په توګه ټاکلی و، نه شته، خو جاپان خپلې مېلمه‌پالنې ته دوام ورکړی او ده ته یې زمینه برابره کړې چې د افغانانو استازولۍ ته دوام ورکړي او جاپان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د هڅو ملاتړ کوي.

د مقالې په یوه برخه کې شیدا محمد ابدالي د جاپان هغه پلان ته اشاره کړې چې غواړي په نږدې راتلونکي کې د دوحې تر غونډې وروسته پر افغانستان دوهمه غونډه جوړه کړي.

د لیکنې له مخې د جاپان په کوربه‌توب دغه غونډه به د نړیوالې ټولنې لپاره یو پلټفورم وي، چې د افغان شموله ډیالوګ اخلاقي ملاتړ وکړي او د دې نوښت نوم به وي: 'د نوي افغانستان لپاره د توکیو پروسه.'

په دې مقاله کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو پر اړتیا هم ټینګار شوی، حال دا چې طالبان خپل حکومت ټولګډونه بولي او وايي باید په رسمیت وپېژندل شي.