د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

ګارډین: له پاکستانه د افغان کډوالو سیل را مات شوی


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍګڼه کې د افغانستان او پاکستان د وروستیو سرحدي ستونزو په اړه د [پاکستان تر دوو ورځو وروسته، له افغانستان سره خپلې پولي بېرته بندې کړې] مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په یوه ځای کې لیکل شوي: پاکستاني چارواکو ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۵ زره کسانو ته زمینه برابره شوې چې پر سرحد تېر راتېر شي.

د پاکستان حکومت تېره میاشت په هغه هېواد کې د وسله‎والو حملو له امله چې لږ تر لږه ۱۲۵ تنه په‎کې ووژل شول له افغانستان سره ګډې پولې بندې کړې.

واشنګټن پوسټ په سرحد کې د پاکستاني مامور فیاض خان په حواله لیکلي چې د تورخم او چمن لارې به د پنجشنبې له ورځې تر نامعلومه وخته تړلې وي.

د تورخم او چمن لارې یوازې د خلکو د تګ راتګ لپاره نه بلکه د سوداګرۍ لپاره هم ډېرې مهمې دي.

ګارډین:

د بریتانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ژوند او له هغه هېواده د افغان کډوالو اجباري ایستلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

[افغانستان ته اجباري ستنېدنه: موږ فکر نه کول چې له موږ سره به داسې وشي] تر سر لیک لاندې په‎دې مقاله کې د معصومه په نوم د یوې ځوانې افغانې د ژوند په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د خپرونې په لیکنه، معصومه په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجره شوې وه. افغانستان اوس د هغې لپاره ډېر متفاوت ځای دی.

د معصومې کورنۍ پر افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال خپله ټوله شتمني پرېښوده او پاکستان ته یې کډه وکړه.

ورځپاڼه لیکلي، کله چې معصومه خبره شوه چې د پاکستان حکومت په زور افغان کډوال باسي، دا لا هم خوشبینه وه او فکر يې نه و کړی چې د دې د کورنۍ نوبت به راشي او اووه ماشومان به يې هغه جنګ ځپلي هېواد ته استول کېږي چې هېڅ‎کله یې نه‎دی لیدلی.

ګارډین لیکلي، کله چې د معصومې لس کسيزه کورنۍ افغانستان ته ورسېده، ټول ارمانونه یې مړه شول.

د جګړې له امله معصومه او د هغې کورنۍ ونه توانېده چې هغه ولایت ته چې دا په‎کې زېږېدلې وه ولاړ شي.

هغوی په افغانستان کې خپلوان نه درلودل نو د جګړې له امله د بې ځايه شوېو خلکو لپاره په یوه کمپ کې واړول.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي چې د معصومې کوچنیان له تېرو شپږ میاشتو راهیسې ښوونځي ته نه‎دي تللي ځکه د هغوی کمپ ته نېږدې هېڅ ښوونځی نشته اومعصومې ویلي چې حتی که نېږدې ښوونځی وای د کوچنیانو د ور استولو خرڅ یې نه درلود.

د هغې کورنۍ له تېرو شپږ میاشتو راهیسې په افغانستان کې اوسي خو خاوند یې تراوسه لا کار نه‎دی پېدا کړی او بې کاره ګرزي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دردناک حقیقت دا دی چې له پاکستانه د افغان کډوالو سیل را مات شوی او د افغانستان د کار پر مارکېټ یې فشار راوستی.

ګارډین لیکلي:

لږ تر لږه دوه نیم لکه افغان کډوال په تېرو لس میاشتو کې افغانستان ته ستانه شوي او دا یوازې د معصومې کورنۍ نه‎ده چې له ستونزو سره مخامخ شوې ده او کړېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه، افغانستان کې لږ تر لږه شپږلکه کسان تېر کال د جګړو له امله بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG