د بشري حقونو څار سازمان: طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې بشر ضد جنایت ترسره کړی

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند یو انځور

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو په جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جنایت ترسره کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د یاد سازمان د ۲۰۲۱ کال څېړنې ښيي چې طالبانو د بېلابېلو کتبي یا اعلان شویو فرمانونو په صادرولو سره ښځې او نجونې ځورولي او د بشریت ضد جنایت یې ترسره کړی دی.

د طالبانو حکومت تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د جمعې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان تر بېا ځلې واکمنېدو وروسته داسې قوانین او پالیسۍ وضع کړي چې ښځې او نجونې يې د دوی د جنسیت له امله له اساسي حقونو بې برخې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار د دې سازمان د نوي راپور د خپرېدو په تړاو ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو جنسیتي ځورونې کړي چې د بشریت ضد جنایت دی او نړیواله ټولنه یې باید د بندیدو د ډاډ لپاره ډېر اقدامات ترسره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار

هیدر بار زیاته کړه: "د بشري حقونو د څار سازمان نن یو راپور خپور کړی چې په کې لیکل شوي طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د جنستي ځورونې جرمونه ترسره کړي. جنسیتي ځورونۍ د بشریت پر وړاندې جرم دی چې دا ډول ناوړې ګټې اخیستنې باید ودرول شي او نړیواله ټولنه یې باید د بندېدو د ډاډ لپاره ډېر اقدامات ترسره کړي."

د بشري حقونو د څار سازمان د جزا له نړیوالې محکمې غوښتي چې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو او نجونو جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جنایت په توګه وڅېړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې د دې سازمان د نړیوال عدالت د څانګې د مسوولې الیزابیت ایونسن له قوله راغلي: "په افغانستان کې د جزا د نړیوالې محکمې څېړنې کولای شي د جنسیتي ځورونې په اړه د بشریت ضد جرمونو ته د ځواب ویلو لاره برابره کړي."

الیزابیت ایونسن ویلي چې د عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کولو په هدف د دوی اساسي حقونو ته د درناوي لپاره د طالبانو ظالمانه او تنظیم شوی انکار، د نړۍ پام ځانته اړولی او د دې لپاره چې د طالبانو مسوول مشران عدالت ته راکاږل شي، د حکومتونو همغږي ملاتړ ته اړتیا ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د ښځو جنسیتي ځورونه په بېلابېلو بڼو رامنځته شوې چې په کې د بیان په ازادي او ټولنه کې پر دوی محدودیتونه، د زده کړو او کار پر ازادۍ محدودیتونه، خپلسري نیول، جبري لا درکه کول، د ازادۍ له حق څخه سرغړونه او په جامو باندې محدودیتونه شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې د طالبانو چارواکي باید هر ډول ځپل او تبعیض چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محروموي، له منځه یوسي.

په ننګرهار کې د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.


د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په اړه د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د ویاند مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو طالبانو تر دې مخکې د ښځو حقونه د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ویلي دي، په دې مسئله کې فشارونه بې ګټې دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو یوې فعالې رودابې فروتن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو په څنډې ته کولو سره نړۍ کولای شي هغوی دې ته اړ کړي چې له ښځو او نجونو سره سم چلند وکړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم ځنډ شوی، خو د بشري حقونو او نړیوال سازمانونه باید یو رښتینی عکس العمل وښيي او یو عملي کار ترسره کړي. پر طالبانو د مالي دروازو تړل، د طالبانو او نړیوالو ډلو پر لیدنو او د طالبانو د مشرانو او غړو پر سفر بندیز او د دوی لپاره د تریبیونونو تړل، له هغه کارونو څخه دي چې کولی شي طالبان څنډې ته کړي."

تر دې مخکې هم د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې بشري جنایت بللی و.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو په تېرو دوو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوې، پوهنتون ته له تګ څخه منع او په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د دوی په کار او لوبغالو، پارکونو او تفریحي ځایونو ته په ورتګ بندیز ولګېد، د دې تر څنګ په سینګارتونونو کې هم له کار کولو څخه منع شوې.