د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د 'حورا سادات' تر وژنې وروسته ځينې یوټیوبرانې خپل ژوند او امنیت ته اندېښمنې دي


یوټیوبره حورا سادات چې څو ورځې مخکې په کابل کې په مروز ډول وژل شوې ده.
یوټیوبره حورا سادات چې څو ورځې مخکې په کابل کې په مروز ډول وژل شوې ده.

په کابل کې د ځوانې يوټيوبرې حورا سادات له مرموزې وژنې وروسته په افغانستان کې یو شمېر ښځینه یوټیوب کارکوونکې وايي چې د خپل ژوند په اړه اندېښمنې دي.

یوه یوټیوبره له هغو محدودو ښځو څخه ده چې په دې ورځو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په یوټیوب ټولنیزه شبکه کې فعاليت لري.

هغې چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله یې په راپور کې نوم واخيستل شي وايي چې د يوټيوب د يوې ښځينه کارکوونکې حورا سادات وژنې هغه وېرولې او د ژوند د خونديتوب په اړه يې اندېښمنه کړې ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "هره مېرمن چې مدني، رسنيز او يا هم په ټولنيزو شبکو کې فعاليت کوي، هغوی زيات تر ګواښ لاندې دي. زه شخصاً خپله ډېره ويرېږم، له کومه وخته چې طالبان راغلي، زه په يوټیوب کې کار کووم او کوښښ کووم چې هېڅ خپله څېره ښکاره نه‌کړم، حتی زه له وېرې خپلو ګاونډيانو ته نه‌شم ويلی چې زه يوټيوب لرم. مخکې چې ما کومې خپرونې په کوڅه او بازار کې جوړولې، اوس يې نه‌شم جوړولی، زما ټولې خپرونې اوس له کوره دي."

هغه پرته له دې چې کوم اسناد وړاندې کړي ادعا کوي چې طالبان د حورا سادات د وژنې مسوول دي.

یوه بله ښځینه یوټیوبره هم وايي چې د حورا سادات وژنې هغه د خپل کار او فعاليت پر دوام شکمنه کړې.

دا هم چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته يې وویل: "زه بيخي وېرې اخيستې يم، حتی ځينې کسان وايي، دلته دا پروګرام دی، يا دا چې ځم دا ډول پروګرام ثبت کړم. زه پوښتنه کوم امنيت څه ډول دی؟ ايا هلته امنيت شته چې زه راشم؟ زه د مېرمن سادات د وژنې له امله ووېرېدم او اوس هم لار راڅخه ورکه ده چې زه څه ډول خپل پروګرامونه مخکې يوسم يا نه."

ځوانه يوټيوتبره حورا سادات تېره دوشنبه په کابل کې په مرموز ډول ووژل شوه.

د هغې ورور له يوه يوټيوبر سره په خبرو کې یوازې دومره ويلي چې دوی په یوه زړه بوږنونکې پېښه کې هغه له لاسه ورکړې، خو د دې پېښې په اړه یې نور جزییات ورنه‌کړل.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د حورا سادات د وژلو په تور یې دوه تنه نیولي دي.

هغه له يوه يوټيوبر سره په مرکه کې زیاته کړې چې په یوه محفل کې حورا سادات ته داسې مواد ورکړل شوي چې د هغې روغتیايي وضعيت يې کمزوری کړی او د مرګ لامل شوی يې دی.

په افغانستان کې یوټیوب چینلونه اوسمهال ډېر لیدونکي او مینه‌وال لري.
په افغانستان کې یوټیوب چینلونه اوسمهال ډېر لیدونکي او مینه‌وال لري.

خو د افغانستان د ښځو د ځواکمن غورځنګ یو شمېر غړې چې د جمعې په ورځ د حورا سادات د قبر څنګ ته راټولې شوې وې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د مرموزو وژنو د پای ته رسولو غوښتنه يې وکړه.

د دغه حرکت په اعلاميه کې پرته له دې چې کوم سند وړاندې شي، ادعا شوې چې په افغانستان کې ښځې له حقونو څخه د بې برخې کولو تر څنګ د طالبانو له‌خوا سپکې شوي، شکنجه، بنديانې او په مرموز ډول وژل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت تل د بشري حقونو د سرغړونو په ځانګړي ډول د بېلابېلو سکتورونو د فعالانو د وژلو ادعاوې رد کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما تېره اوونۍ په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو راهیسې د تېر حکومت د غړو پر وړاندې له ۸۰۰ زیات بشري سرغړونې کړي چې په‌کې ۲۱۸ له محکمې پرته وژنې شاملې دي، خو طالبانو دا راپور رد کړ.

XS
SM
MD
LG