د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره لوبیږي

د افغانستان - بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو د یوې مخکینۍ لوبې تصویر

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اسیا د کرکټ جام سیالیو په چوکاټ کې په «ب» ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش له لوبډلې سره وکړي.

د دوی سیالي د ماسپيښن په دوو بجو د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي شنبه مازېګر په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ټیم یې په خپلو کمزورو برخو ډېر کار کړی او په پوره چمتووالي سره لوبې پيلوي.

شهیدي زیاته کړه:

"موږ له یو بل سره لوبې کړي. له هغوی سره مو یوه لوبلړۍ په دې وروستیو کې وکړه. او تر څنګ یې موږ د هر لوبغاړي ویډیوګانې ګورو. موږ یو بل ښه پېژنو. موږ د هر لوبغاړي ویډیوګانې جلا جلا ګورو. زموږ پلان به دا وي چې څنګه لوبه وګټو او بال په بال مخته لاړ شو او ورسره ښه کرکټ وکړو."

بنګله دېش او افغانستان په لږ تر لږه دوو کلونو کې پنځه واره سره مخ شوي چې افغانستان دری پر دوه مخکې دی.

خو له پاکستان سره تر اسیا جام مخکې د افغانستان پرله پسې دریو ماتو په ټیم باندې اغېزې پرېښې دي.

افغان کرکټ بورډ وایي، چې لوبډلې سیالۍ ته په ښه ډول ځان چمتو کړی

حشمت الله شهیدي وویل، چې د دې ماتو په لاملونو یې ډېر کار کړی او هڅه کوي چې بیا تېروتنې تکرار نه کړي.

افغانستان، بنګله دېش او سرېلانکا د اسيا کرېکټ جام په "ب" ګروپ کې او د هند، نيپال او پاکستان د کرېکټ لوبډلې د دغه جام په "الف" ګروپ کې شاملې دي.

اوس مهال په "ب" ګروپ کې د سرېلانکا لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې په يوه بريا او د دوو نمرو په لرلو سره تر ټولو مخکښه ده.

که افغانستان له دغو دوو لوبډلو څخه يوه هم وګټي، نو کولى شي چې "سوپر فور" یا د څلورو غوره ټیمونو مرحلې ته ورسیږي.

افغانستان به دویمه لوبه د سپټمبر په ۵ مه نېټه د اسیا د کرکټ د اتلولۍ له مدافع اتلې سرېلانکا سره وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا کرېکټ جام د ١٦مې دورې سيالۍ د اګست له ٣٠مې نېټې پيل شوې او د سپټمبر تر ١٧مې به دوام وکړي.

دا لومړی وار دی چې دوه هېوادونه پاکستان او سرېلانکا په ګډه د دې جام کوربه توب کوي. علت یې دا دی چې هند ونه غوښتل د اسیا جام د لوبو لپاره پاکستان ته لاړ شي.

اخوا د افغانستان د فوټبال ملي ټیم هم د بنګله دېش له ټیم سره یوه دوستانه لوبه لري.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې په بنګله دېش کې تمریناتي کمپ پیل کړی او له لومړۍ لوبې وروسته ټاکل شوې ده، له دې لوبډلې سره به دویمه لوبه د سپټمبر په اوومه نېټه ترسره کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله راتلونکې دوستانه لوبه د سپټمبر په ۱۲مه د فیلیپین له لوبډلې سره کوي او بیا به د اکټوبر په ۱۲مه او ۱۷مه په دوو پړاویزو سیالیو کې د مغلستان له لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه دوه لوبې د فوټبال نړیوال جام او د اسیا د فوټبال د ملتونو جام د مقدماتي دور اړوندې دي.