د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

افغان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوریزو سیالیو دویمه لوبه هم پاکستان ته بایلوده


د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو یوه څنډه
د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو یوه څنډه

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون په سریلانکا کې د افغانستان ملي لوبډلې ته په یو ویکټ او یوه رنز ماتې ورکړه.

د دې سیالۍ، چې د دوو ټیمونو د لوبلړۍ دوهمه مسابقه وه، پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي.

افغان لوبغاړو د رحمت الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د ښه بیټنګ په مټ د ۵ لوبغاړو له سوځېدو وروسته سیالې لوبډلې ته ۳۰۱ منډې هدف وټاکه، خو پاکستاني لوبغاړو په داسې حال کې چې ۹ لوبغاړي یې سوځېدلي او ۲ توپونه ورته پاتې وو، هدف پوره کړ.

پاکستان تر دې وړاندې د دې لوبلړۍ، چې د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې کېږي، لومړۍ مسابقه هم ګټلې وه.

ټاکل شوې ده، چې دوه ټیمونه د شنبې په ورځ په درېیمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

په پرونۍ مسابقه کې که څه هم د افغانستان د لوبډلې رحمت الله ګوربز په ۱۵۱ توپونو ۱۵۱ منډې وکړې، خو شاداب خان د پاکستان لپاره په ۳۵ توپونو ۴۸ منډې وکړې او د پاکستان په بري کې د مهم رول لوبولو په خاطر د مسابقې غوره لوبغاړی ونومول شو.

XS
SM
MD
LG