د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیمه سیالي پیل شوې ده


د افغانستان او پاکستان یو شمېر کرکټ لوبغاړي
د افغانستان او پاکستان یو شمېر کرکټ لوبغاړي

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیمې یو ورځنۍ سیالۍ پچه مېلمه لوبډلې ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده.

دغه سیالي د سرېلانکا په کولمبو ښار کې ترسره کیږي.

په ننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره ګلبدین نایب د عظمت الله عمرزي او فریدملک د اکرام عليخیل پر ځای لوبه کوي.

دغه راز په پاکستانۍ لوبډله کې هم ۴ بدلونونه شته، چې نسیم شاه، حارث روف، افتخاراحمد او اسامه میر ته دمه ورکړل شوې او پرځای یې سعود شکیل، محمدنواز، فهیم اشرف او محمدوسیم جونیر ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

د دې لوبلړۍ دوه سیالۍ له وړاندې پاکستان ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG