د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

یاران لوبډلې د بریټېش افغان کرکټ فیسټیول اتلولي وګټله


دا لومړی ځل و چې ياران په دې ټورنمنټ کې برخه اخلي او اتلولي ګټي.
دا لومړی ځل و چې ياران په دې ټورنمنټ کې برخه اخلي او اتلولي ګټي.

د انګلستان په پلازمېنې لندن کې د بریټېش افغان کرکټ فیسټيول سیالۍ د یاران کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۴مې کالیزې په مناسبت پيل شوې وې چې دوه ورځې یې دوام وکړ.

د یادو سیالیو د مسولینو په وینا، دا درېیم ځل دی چې ورته سیالۍ په لاره اچوي او موخه یې بریتانیا مېشتو افغانانو ته د تفریح برابرول او د کرکټ د ځانګړو استعدادونو رابرسېره کول دي.

په دې پړاو سیالیو کې بېلابېلو لوبډلو ته د افغانستان د ملي، الف، نولس کلنې او ولایتي کچې لوبغاړو سربېره د پاکستان، بنګله‌دېش، هندوستان، سریلانکا او ویسټ اینډیز لوبغاړو لوبه وکړه.

د دې ټورنمنټ پایلوبه د یاران کرکټ کلب او لوټن ټایګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د یارانو لوبډلې وګټله.

دا لومړی ځل و چې ياران په دې ټورنمنټ کې برخه اخلي او اتلولي ګټي.

د یارانو لوبډلې لوبډلمشر عثمان غني د ۲۱۵ منډو جوړولو له امله د ټورنمنټ د غوره توپ وهونکي او د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزې وګټلې.

دغه راز د بلال هډوال په نوم لوبغاړي د غوره توپ اچونکي او ابراهیم ساپي بیا د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

باید وویل شي چې په دې سیالیو کې د بریتانیا له بېلابېلو سیمو څخه لسو لوبډلو برخه درلوده چې نېږدې دوه سوه لوبغاړو په کې لوبه وکړه.

XS
SM
MD
LG