په امریکا کې زرګونه افغان کډوال له بې برخلیک توب او د دایمي اسنادو له نه لرلو شکایت لري

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې امریکایي ّځواکونود طالبانو له ګواښونو د خوندیتوب لپاره زرګونه افغانان امریکا او نورو هېوادونو ته ولېږدول

د زرګونو افغانانو برخلیک د امریکا په متحد ایالتونو کې معلوم نه دی.

دا هغه کسان دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کابل د هوایي ډګر له لارې دوه کاله مخکې متحد ایالتونو ته ورسیدل.

د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې چې کله طالبانو کابل ونیو، په زرګونو کسان د امریکا او د هغې د متحدانو په مرسته د کابل له هوایي ډګره بهر ته انتقال شول.

په دوی کې یوه هم فرزانه جمالزاده ده، چې له خپل خاوند سره له افغانستانه ووته.

هغې رویټرز اژانس ته وویل، چې اوس په نیویارک کې ژوند کوي او یو خیریه بنسټ د دې د کور کرایه ورکوي او نوره مرسته هم ورسره کوي.

اوس د دې مېرمنې د کار د سند وخت ختم شوی دی او د کار اجازه نه لري.

د رویټرز اژانس په باور، د فرزانې جمالزاده او د دې د مېړه فرهاد په څیر په امریکا کې نور اویا زره کسان د خپلو سندونو غم اخیستي دي.

د سږکال په جون میاشت کې د ولسمشر جو بایډن ادارې د افغان پناه غوښتونکو د اوسیدو اقامه د دوو کلونو په مخه تمدید کړه، خو لاهم د دوی اکثر د امریکا دایمي اقامه نه لري.

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو یو کمپ

یو له هغو کسانو چې له یوه کاله ډېر وشو، چې د امریکا دایمي سند ته انتظار دی، الیاس عثماني دی.

هغه رویټرز اژانس ته وویل، چې د برازیل له لارې امریکا ته تللی خو سند یې لاهم نه دی ترلاسه کړی.

عثماني وویل:

" کله چې افغانستان طالبانو ونیو، خپل هېواد مې پرېښود. ښه احساس کوم چې اوس په متحده ایالتونو کې یم، خو هیله من یم چې اسناد ژر تر ژره ترلاسه کړم چې ذهن مې راحته شي او خوشاله شم"

د امریکا په کانګرس کې د دواړو مجلسونو یوشمېر غړي غواړي، چې ژر تر ژره افغان پناه غوښتونکو ته د دایمي استوګنې لایحه تصویب شي، خو د امریکا استازیو جرګه چې اکثریت پکې د جمهوري غوښتونکو دی، د دې لایحې ملاتړ نه دی کړی او دا لایحه لاهم په سنا کې ده.

یو شمېر پاکستان مېشتي افغان کډوال، چې امریکا ته د پناه وړلو قضیې لري او د قضیو د ژر څېړنې لپاره یې اعتراض کړی - ارشیف

د هغو زرګونو افغانانو ترڅنګ چې په تېرو دوو کلونو کې متحد ایالتونو ته رسیدلې دي په زرګونو نور د افغانستان په ګاونډیو هېوادو کې انتظار دي، چې امریکا ته به ځي.

د دوی په ډله کې یوه هم اتلس کلنه مروه ده، چې په پاکستان کې بې برخلیکه شپې ورځې تیروي، دا وایي:

" یوه کوټه او پخلنځی لرو. زموږ د اوسیدو ځای ډیر تنګ دی. افغانستان ته تللی نه شو، ځکه چې پلار مې ښایي ووژل شي او غواړم چې هرڅه ژر موږ ولیږدوي او خپل مقصد ته ورسیږو"

امریکا او متحدانو یې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په اخره کې د خپل پوځي ماموریت په پای کې ویلي وو، چې تر یولک او څلرویشت زره ډېر افغانان به د کابل د هوایي ډګر له لارې امریکا ته انتقالوي.

یو شمېر کسان چې اروپایي هیوادو ته رسیدلي دي، وایي چې په ځینو هیوادو کې د کډوال په توګه د دوی د منلو شرایط اسانه دي، خو هغوی چې امریکا ته تللي دي اکثرو یې شکایت کړی دی چې د امریکا د دایمي اقامت د اخیستو بهیر چې د کار اجازه هم ورسره غوټه شوې ده ډیر ورو مخته ځي، چې له دې امله له یو ډول بې برخلیک حالت سره مخامخ شوې دي.