د کرکټ اسیا جام سیالیو پیل؛ کومه لوبډله به اتله شي؟

د افغانستان او پاکستان د مخکېنۍ لوبلړۍ څخه یو انځور

د کرکټ اسیايي جام سیالۍ نن چهارشنبې د پاکستان او نیپال په سیالۍ پیلېږي.

په دې سیالیو کې د اسیا ۶ پیاوړې لوبډلې شاملې دي.

پاکستان له هند او نیپال سره په الف او افغانستان له بنګله‌دېش او سریلانکا سره په ب ګروپ کې دی.

افغانستان تر دې مخکې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره څو ځلې مخامخ شوی او څو سیالۍ یې ورڅخه ګټلي دي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی او د دغه ټیم پخوانی لوبغاړی رييس احمدزی وايي، د دې اسیايي کپ سیالۍ په داسې میدانونو کې کېږي چې د دې جام شپږ واړه ټیمونه ورسره بلد دي.

خو احمدزی وايي چې افغان لوبغاړو ته په‌کار ده چې د بېټېنګ 'توپوهنې' برخې ته زیات پام وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

احمدزي زیاته کړه: "په دې میدانونو او پیچونو کې تقریباً ټول اسیايي ټیمونه ښه تجربه لري. زما په اند د افغانستان لپاره یو ښه چانس دی ځکه چې زموږ دواړه لوبې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره په قذافي سټډیوم 'لاهور' کې دي. باید زموږ لوبغاړي ښه لوبه وکړي تر دې مخکې موږ له دواړو ټیمونو سره ښې لوبې کړي دي. بل دا چې له پاکستان سره له سیریز 'لوبلړۍ' څخه باید زموږ لوبغاړو ډېر څه زده کړي وي. خو شرط دا دی چې د بالېنګ 'توپ اچونه' ترڅنګ زموږ لوبغاړي ښه بېټېنګ 'توپوهنه' وکړي او وارخطا نه شي."

د افغانستان لومړۍ سیالۍ به د سپټمبر په درېیمه یعنې د راتلونکې یکشنبې په ورځ له بنګله‌دېش سره په لاهور کې وي.

د افغانستان دوهمه سیالي به د سپټمبر په پنځمه له سریلانکا سره وي.

پاکستان نن له نیپال سره، چې په دواړو ګروپونو کې تر ټولو کمزوری ټیم انګېرل کېږي، په داسې حال کې مخامخ کېږي چې تازه یې له افغانستان څخه د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله او اوس په نړۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په فارمټ کې لومړی ځای لري.

د احمدزي په باور هند د اتلولۍ ډېر چانس لري.

هغه وویل: "دا چې کوم ټیمونه به د جام د ګټلو ډېر چانس ولري، زما په نظر هند تر ټولو پیاوړی ښکاري او بیا به د پاکستان چانس ډېر وي، خو افغانستان ته د ښو لوبو او بري هیله لرم."

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

په سږني اسیايي جام کې، چې د سپټمبر تر ۱۷ نېټې دوام کوي، ۱۳ لوبې کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، د اسیايي جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، رياض حسن، رحمت شاه، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي‌خېل، راشد خان، ګلبدين نايب، کريم جنت، عبدالرحمان، شرف الدين اشرف، مجيب ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، سليم ساپی او فضل الحق فاروقي شامل دي.