د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

د اسيا کرېکټ جام؛ نن هند له پاکستان سره مخ کېږي


د دې لوبې ټکټونه لا له وړاندې پلورل شوي دي.
د دې لوبې ټکټونه لا له وړاندې پلورل شوي دي.

دواړه لوبډلې له پخوا د یو بل سرسختې سیالانې بلل کېږي چې له امله يې د نننۍ لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي.

د هند او پاکستان لوبه چې تر پایلوبو کمه نه بلل کېږي ځکه د دواړو ټيمونو میلیونونه مینه‌وال دا لوبه په ژوندۍ بڼه ګوري او سټډيوم هم تل له ننداره چیانو ډک وي.

دا سيالي د دوبۍ په وخت د ماښام په شپږو بجو پيلیږي، ويل شوي دي چې د لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي دي.

د هند د کرېکټ کپټان روهیت شرما په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که څه هم د هند او پاکستان ټیمونه سر سخته سیالان بلل کېږي خو د لوبغاړو لپاره یوه لوبه ده او د ګټلو هڅې به یې کوي.

د هند د کرکټ کپټان روهیت شرما
د هند د کرکټ کپټان روهیت شرما

نوموړي ويلي: "تر کومه چې د رقابت خبره ده دواړه ښه ټیمونه دي. مخامخ به سره لوبیږي نو طبعاً چې ښه لوبه به وي او ګڼ بحثونه به پرې روان وي. خو باوري یم چې د دواړو ټيمونو لپاره دا یوازې یوه لوبه ده او دواړه ټیمونه به یې د ګټلو هڅې کوي. له بهره تاسو خپل شور ساتئ خو لوبې کې دننه به موږ په خپلې لوبې تمرکز لرو او ښه لوبه کوو."

د هند د کرېکټ ټیم په اکثرو نړیوالو او اسیايي جامونو کې پاکستان ته ماتې ورکړې خو په عمومي لحاظ بیا په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې د پاکستان د بریاوو شمېر د هند په نسبت شاوخوا یو نیم برابره زیات دی.

په شل اوریزو کې بیا هند له اتو لوبو شپږ ګټلي او اکثر یې په نړیوالو جامونو کې دي.

د پاکستان د کرېکټ کپټان بابر اعظم د هند په وړاندې لوبه هم د نورو په څېر مهمه بولي او د ګټلو هڅه یې کوي.

نوموړی وايي: "زما لپاره هره لوبه مهمه ده. د یوه لوبډلمشر او یوه ټیم په صفت زما مسؤلیت دا دی چې خپله پوره هڅه وکړم د ټیم لپاره. هم یې تر څنګ له خپل کرېکټ هم خوند واخلم او هڅه کېږي چې د ټیم لپاره ښه کار وشي."

د ۲۰۲۰ کال د کرېکټ نړیوال جام چې یو کال په ځنډ تېر کال په دوبۍ کې وشو پاکستان هند ته ماتې ورکړې وه، خو بابر اعظم وايي هغه لوبه تېره شوه او اوس شرایط توپیر لري.

د اسیا جام سیالۍ شنبه پيل شوې چې په لومړۍ لوبه کې یې افغانستان سرېلانکا ته په اتو ویکټو ماته ورکړه.

افغان لوبډلې د سرېلانکا لوبغاړي په ۱۰۵ منډو وسوځول او په داسې حال کې یې هدف بېرته ور پوره کړ چې اته وېکټې یې هم درلودې او شاوخوا ۹ اوره لا پاتې و.

افغان لوبډله سه شنبه خپله دویمه لوبه له بنګله دېش سره کوي.

د ټیم کپټان محمد نبي د سرېلانکا په وړاندې د بریا او د بنګله دېش په وړاندې د را روانې لوبې په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د سرېلانکا لپاره یوه ښه ورځ نه وه. زموږ هلکانو په تېره بیا بالرانو فوق العاده لوبه وکړه. په ډګر ساتنه کې مو هم ښه خواري وکړه دوه – درې رن اوټ مو درلودل. د بنګله دېش په اړه به ووایم چې موږ بنګله دېش سره د هغوی په کور کې هم ډېر مخ شوي وو. خو دلته معلومه نه ده چې د لوبې ویشتنځای یا پیچ کله د بيټنګ لپاره وي کله د بالنګ لپاره. په هر صورت موږ ته دواړو لپاره شرایط مساعد دي."

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د نړۍ په لر او بر کې د افغانانو لخوا بدرګه او وستايل شوه.
د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه د نړۍ په لر او بر کې د افغانانو لخوا بدرګه او وستايل شوه.

د اسیا جام سیالۍ دا وار د شپږ ټیمونو په ګډون پيل شوي.

افغانستان په بې ګروپ کې له سرېلانکا او بنګله دېش سره مخ دی او په الف ګروپ کې هند، پاکستان او هانک کانګ لوبیږي.

د اسیا جام دا وار شل اوریز دی او ورپسې به په اسټرالیا کې د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام هم ترسره کېږي چې دا ورته د اسیايي ټیمونو لپاره د چمتووالي یو ښه ټورنمنت هم یادیږي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG