د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

کرکټ؛ له ۱۹ کلنو کشره لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره لوبېږي


له ۱۹ کلنو کم عمر لرونکي لوبډله 
له ۱۹ کلنو کم عمر لرونکي لوبډله 

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله به د اسیايي جام سیالیو په لړ کې نن په خپله دوهمه سیالۍ کې له متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.

متحده عربي امارات، د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب نه لري، خو د روان اسیايي جام کوربه دی.

افغانستان د دې جام لومړۍ مسابقه پر پاکستان بایللې ده.

متحده عربي اماراتو هم خپله لومړۍ مسابقه پر هند بایللې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د نشراتو رئیس او ویاند فرید هوتک وايي، افغان لوبډلې نننۍ مسابقې ته پوره تیاري نیولې ده.

ده همدا راز وویل چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به راتلونکې میاشت له هالنډ سره په درېيو یو ورځنیو مسابقو کې مخامخ شي.

دا مسابقې نړیوال جام ته د غوراوي په لړ کې کېږي.

د ملي لوبډلې د دې مسابقو ترڅنګ تر نولس کلنو کشره لوبډله هم له اسیايي جامه وروسته وېسټ انډیز ته ځي چې تر نولس کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.

افغانستان، هند، پاکستان، متحده عربي امارات په اې ګروپ کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG