د امنیت شورا راپور ته غبرګون؛ مجاهد: د داعش وړتیاوې مو له منځه وړي او فعالیت یې صفر ته نږدې شوی

په افغانستان کې د داعش خلاف د عملیاتو یوه څنډه - تصویر له ارشیفه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو، د وړتیاوو زیاتوالي، د وسلو پراختیا او د شلو ترهګرو ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور رد کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د جمعې په ورځ په نړۍ؛ په ځانګړي ډول په افغانستان او عراق کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلادیمیر وورونکوف امنیت شورا ته خپل راپور کې وویل، په افغانستان کې د داعش ډلې وړتیاوې، فعالیتونه او بریدونه ډېر شوي دي.

په دې اړه نور: امنیت شورا: په افغانستان کې د داعشیانو شمېر زیات شوی، سیمه هم ګواښي

په دې راپور کې په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو او د هغوی د کورنیو شمېر له ۴ زرو تر ۶ زرو کسانو ښودل شوی او تر خوا یې سیمې او نړۍ ته د هغوی د ګواښ د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې دا څرګندونې بې‌بنسټه تورونه بللي.

دا اعلامیه، چې د مجاهد په ایکس شبکه يا پخوانۍ ټوېټر پاڼه خپره شوې په کې ادعا شوې چې"په تېرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د ناقانونه وسلو او داعش پر ضد په سلهاوو مستقل عملیات کړي، چې په پایله کې یې هم وسلې او مهمات نیول شوي او هم د داعش عملیاتي وړتیاوې له‌منځه وړل شوې دي. "

په دې اړه نور: متقي ایراني پلاوي ته؛ بشپړ امنیت مو تامین او داعش وسله وال مو له منځه وړي

په خبرپاڼه کې دا دعوه هم شوې، چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د داعش فعالیتونه صفر ته نږدې شوي.

د طالبانو د حکومت ویاند داسې مهال په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او وړتیاوو کمېدو ادعا کوي،چې داعش وسله والو په بلخ او بدخشان کې د طالبانو والیان او امنیه قوماندانان هم په نښه کړي او وژلي دي.

محمد داوود مزمل، چې په بلخ کې د طالبانو والي و، د ۲۰۲۳ د مارچ په نهمه ووژل شو او مسوولیت یې داعش ومانه

ترڅنګ یې د طالبانو امنیتي چارواکي؛ په ځانګړي ډول د استخباراتو ریاست وخت ناوخته په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د داعش ډلې پر ضد د خپلو عملیاتو خبر ورکوي.

د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست د مې په ۹مه نېټه په کابل کې د داعش خراسان څانګې د والي مرستیال انجینر عمر د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

په دې اړه نور: طالبان: ځینې سازمانونه د داعش تر چتر لاندې بم چاودنو او شخړو کې لاس لري

هغه څه، چې امنیتي او استخباراتي کارپوهان یې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د پیاوړي حضور څرګندوی بولي.

هاخوا په پاکستان کې د برېتانیې سفیرې جین ماریوټ جیوز نیوز پاکستاني ټلویزیون سره مرکه کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته او که یې مخه و نه نیول شي، ښایي د پاکستان او نړۍ لپاره پر ګواښ بدلې شي.

په دې اړه نور: د ملګرو ملتونو متخصصان: داعش په افغانستان کې تر ټولو جدي ګواښ ګڼل کېږي

دا لومړی ځل نه‌دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا، بهرني ییپلوماتان او د افغانستان ګاونډیان په دې هېواد د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښيي، خو د طالبانو حکومت دې اندېښنو ته لکه د تل په څېر یوازې د تورونو نوم ورکوي.