کابل کې ځينې وزګارې شوې مېرمنې؛ طالبان مو نه کار او نه سوالګرۍ ته پریږدي، څه وخورو؟

په کابل کې د سړک د سر یوه سوالګره مېرمنه او ماشوم یې - ارشیف

په کابل ښار کې، یو شمېر ښځې وايي، د ښځو پر کار د طالبانو له بندیز او د اقتصادي وضعیت له خرابېدو وروسته، یې سوالګرۍ ته مخه کړې.

دغه ښځې چې د ژوند له بدو شرايطو څخه ځوریږي، طالبان تورنوي، چې دوی ځوروي او نیسي یې او ان سوال کولو ته یې هم نه پریږدي.

د دوی له ډلې یوه مېرمنه ازاده نومیږي. هغه ادعا کوي، چې د اقتصادي ستونزو او د طالبانوحکومت د محدودیتونو تر منځ راګېر ده.

نوموړې چې د شپږو اولادونو مور او د کورنۍ سرپرسته ده، ازادي راډيو ته یې وویل، چې د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال یې، په یوه دولتي اداره کې د تلاشۍ په څانګه کې کار کاوه، خو د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، له دندې ګوښه شوه، وزګاره او سوالګرۍ ته اړه شوه.

کابل میشته ازاده وايي، چې طالبان دی او نورو اړو ښځو ته د سوالګرۍ اجازه نه ورکوي.

ازاده وایي:

" ۶ اولادونه لرم، میړه مې ناروغ دی. د طالبانو له ویرې مې ونشو کولای کار ته ولاړه شم. اقتصادي وضعیت مو هم ښه نه دی. هر چیرته ځم راته کار نه راکوي. کار نشته. د اولادونو لپاره مې د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره دې ته اړه شوم چې د سرکونو پر غاړه کینم او مرسته وغواړم. خو څو موده مخکې یې له سرکونو راټول کړو او ویې ویل چې نور دلته مه راځئ. که موږ سرکونو ته ولاړ نه شو نو څه وکړو. دولت دې لږ تر لږه د یوې وچې ډوډۍ پیسې راکړي چې وشو کولای د خپلو اولادونو نس موړ کړو. "

د کابل ښار یوه بله سوالګره ښځه - ارشیف

یوه بله میرمن چې په سپین سر د کابل په واټونو کې له لاریانو د مرستې غوښتنه کوي وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له لومړۍ دورې څخه چې کله یې میړه مړ شو، سوال ته ناسته ده.

دغه مېرمن، چې د موضوع د حساسيت له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي وايي، وروسته له دې چې ماشومان یې ځوانان شول، سوالګري یې پریښې وه، خو د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته يې د هغوی کاروبار ښه نه چلیږي او نشي کولای چې په لاسي کراچۍ د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي نو دې ته اړه شوې چې بیا سوال ته کښینی.

نوموړي د طالبانو د چلند په اړه ازادي رادیو ته وویل:

" په کومې غريبۍ پسې چې راووځو ، له لاسه مو نیسي او بادام باغ ته مو بیایی، چې اوس مو سپږي کړي، اوبه او ډوډۍ نه راکوي، پیسې نه راکوي، مونږ ته دې یو کار راکړي، مرسته دې وکړي. یو نانوايي ته دې ووايي چې د ورځې لس ډوډۍ مونږ ته راکړي، مونږ به بد وکړو چې د سړک غاړي ته کینو، مونږ دا غواړو، نه غواړو چې مونږ شکنجه کړي."

دغه مېرمنې وايي، چې له سوالګرۍ پرته دوی ته بله لاره نه ده پاتې، څو په خپل دسترخوان یوه مړۍ ډوډۍ کیږدي.

ومو غوښتل چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم واخلو، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د هغه مرستیال بلال کریمي او د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نکړې.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي « ملت ته د دولت حساب ورکونې» په نوم غونډه کې ویلي وو، چې تر ۱۸۷۰۰ ډېر ماشومان چې سوالګري یې کوله دوی راټول کړي او یو شمېر یې دارالایتامونو کې جذب شوي دي.

خو ښاغلي ابراهیمي د سوالګرو ښځو په اړه جزییات ورنه کړل.

د طالبانو له واکمنیدو سره پر افغان ښځو بېساري بندیزونه لګول شوي، چې دوی یې وخت په وخت پر ضد غږ پورته کوي

د ښځو د حقونو فعالانې هم ادعا کوي، چې د سوالګرو ښځو شمیر وروسته له هغې زیات شوی چې د طالبانو حکومت په ډیرو دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو په کار او زده کړو، بندیز ولګاوه او ان یې سینګارتونونه ور وتړل.

د ښځو د حقونو فعالې، فرشته متین ازادي راډيو ته وویل:

" طالبان باید نړیوالې مرستې اړو کسانو ته ورسوي، او اقلا میرمنو ته چې د ټولنې نیمايي برخه ده اجازه ورکړي چې بیرته خپلو دندو ته لاړې شي.ځکه مونږ پوهیږو چې ډیری میرمنې د کورنۍ سرپرستې دي."

که څه هم د سوالګرو ښځو کره احصایه نشته، خو په افغانستان کې وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت په ډېرو دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په ټولو نړیوالو بنسټونو او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې کمې شوې، د فقر شدت د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر هغه ښځو چې د خپل کورونو سرپرستې وې، زیات شو.

د طالبانو له دې پرېکړې وروسته، ډیرو موسسو خپل فعالیتونه په افغانستان کې کم یا په بشپړه توګه ودرول.