ناقانونه كډوالي؛ برېتانیا ته له فرانسې تلونکي ۶ افغانان سمندر کې مړه شول

پر خطرناکې لارې امریکا او اروپایي هېوادونو ته پناه وړونکي کډوال - ارشیف

فرانسوي چارواکو پرون خبر ورکړ، چې د فرانسې او برېتانیا ترمنځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي چې د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې ټول افغانان دي.

دا افغانان له فرانسې څخه په غیرقانوني لاره برېتانیا ته روان وو.

د دوی کښتۍ چې د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د خبر له مخې تقریبا ۶۵ سپرلۍ یې درلودې د برتانیا په چینل یا مانژ سمندرګې کې ډوبه شوې او چارواکو د کښتۍ د ورکو مسافرو د موندلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د فرانسې د ساحلي ښار بولون Boulogne مرستیال څارنوال فلیپ ساباتیر فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې شپږ واړه مړه شوي کسان افغانان او عمرونه یې د دېرشو او څلوېښتو کلونو ترمنځ وو.

په وروستیو میاشتو کې د ناقانونه کډوالو تلفات زیات شوي

د نوموړي په وینا، د کښتۍ پاتې سورلۍ هم له څو سوډانیانو پرته نور تقریبا ټول افغانان وو، او ډېری یې لویان وو، خو ځینې کم عمره کسان هم پکې وو.

د بریتانوي او فرانسوي چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې کښتۍ ۴۹ سورلۍ ژغورل شوي دي چې له دې ډلې ۳۶ تنه د فرانسې ساحلي ګاردانو او ۱۳ نور د هغو برتانوي همکارانو ژغورلي دي.

د چارواکو په وینا کشتۍ پرون سهار وختي د فرانسې شمالي سواحلو ته نژدې ډوبه شوه.

پرون ماسپښین چارواکو ویلي و، چې تر لسو پورې کسان تري تم دي خو د فرانسې د ساحلي چارو ادارې وروسته وویل چې یوازې دوه کسان لادرکه دي.

د پلټنې په عملیاتو کې د فرانسې دریو کښتیو، یوه هیلیکوپټر او یوې الوتکې او د برېتانیا دوو کشتیو برخه درلوده.

د برېتانیا د کورنیوچارو وزیرې سیولا بریورمن Suella Braverman پر ایکس ټولنیزه شبکه- پخواني ټویټر پر پېښه خپګان ښودلی او د فرانسې صدراعظمې الیزابت بورن Elisabeth Borne هم پر خپل ټویټر د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د ژغورونکو ډلو عملیات ستایلي دي.

د اوتوپیا ۵۶ په نوم یوې خیریه ټولنې په سواحلو کې ځپونکي اقدامات د دې تراژيدۍ علت بللی او فرانسپرس ته یې ویلي چې پر دې لاره د قانوني تګ راتګ پر وړاندې خنډونه له غیرقانوني لارو د کډوالو د تلو ګواښونه زیاتوي او خلک دې ته اړباسي چې انګلینډ ته د تلو لپاره پر خطرناکو لارو ولاړ شي.

د اروپایي او امریکايي هېوادونو سمندري ځواکونه ډېر ځله د ناقانونه کډوالو داسې کښتیو سره مخ شوي، چې هېڅ حفاظتي تدابیر یې نه لرل

د غیرقانوني کډوالو د مخنیوي موضوع اوس نه یوازې په برېتانیا ؛ بلکې په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د سیاسي اجنډاوو په سر کې ده.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د اروپا د پولو او ساحلونو ادارې د جمعې په ورځ وویل، د سږني کال د جنوري او جولای میاشتو ترمنځ اروپا ته په غیرقانوني مهاجرتونو کې په سلو کې ۱۳ زیاتوالی راغلی خو ټول کډوال خپلو منزلونو ته ژوندي نه رسېږي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت د کلني راپور له مخې، په تېره یوه کال کې د هغو افغانانو چې بهر ته کډوال شوي د ۸۰۰ کسانو مړي بېرته هېواد ته راوړل شوي دي.