یو شمېر مشتریان: خصوصي بانکونه د زیاتو پیسو وېستو په اړه د طالبانو د حکومت پریکړه نه عملي کوي

په کابل کې د یوه خصوصي بانک مخې ته ولاړ مشتریان - ارشیف

په داسې حال کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تازه اعلان کړی چې د انفرادي حساب درلودونکي کسان کولای شي په اوونۍ کې ۶۰۰ ډالره یا ۵۰ زره افغانۍ له خپل حساب واخلي؛ خو د خصوصي بانکونو یو شمېر مشتریان وايي بانکونه دغه پرېکړه نه عملي کوي.

عبید الله، چې په کابل کې د یوه خصوصي بانک مشتري دی وايي، ډالري حساب لري،خو کله چې غواړي له بانکه خپلې مشخصې پیسې وباسي، دبانک لخوا نه ورکول کیږي.

عبیدالله ازادي راډيو ته وویل: "زه په بانک کې پیسې لرم، او کله چې مې پکاریږي، په اوونۍ که له ۴۰۰ ډالر اضافه موږ ته نه راکوي، او په هغې پیسو زموږ کار نه کیږي، او زه ډیرو پیسو ته اړتیا لرم، موږ خبر شوي یوو چې حکومت اعلان کړی چې اوس به اوونۍ کې شپږ سوه ډالره ورکوي، هیله من یوو چې موږ ته د اوونۍ کې همدا ۶۰۰ ډالره راکوي."

احمد هم په یوه خصوصي بانک کې افغانیو حساب لري. هغه ازادي راډيو ته وویل، یو څو وخته بیکاره وه، غوښتل یې خپل په پیسو باندې یو دوکان جوړ کړي، بانک ډیرې پیسې نه ورکولي او دې مسلې دی یې له ستونزې سره مخ کړی وه.

احمد ازادي راډيو ته وویل: "زه په بانک کې افغانۍ پیسې ډیرې لرم، خو اوس چې اړتیا لرم بانګ راته ډیرې پیسې نه راکوي، زه غواړم یو دوکان جوړ کړم، او خپل ژوند مخته بوځم، په اوونۍ کې یوازې ۳۰ زره افغانۍ ورکوي، چې په دې پیسو زموږ ستونزې نه حل کیږي، زه غواړم موږ ته ډیرې پیسې راکړي ځکه خپلې پیسې مې دي"

د طالبانو د بیا واکمنۍ په لومړیو ورځو کې له بانکونو د پیسو ترلاسه کول ډېر ستونزمن شوي وو

دا شکایتونه او نیوکې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د طالبانو د حکومت تر کڼترول لاندې د افغانستان بانک د چهارشنبې په ورځ( ملت ته د دولت حساب ورکولو) په خبري کانفرانس کې وویل، هغه محدودیتونه چې پخوا خلکو د خپل پیسو د اخیستلو په برخه کې درلودل، اوس نشته او خلک کولای شي چې له خپل بانکي حسابونو څخه ډیرې پیسې واخلي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ رئیس محمد یوسف سلیم په دې غونډه کې وویل: "د افغانستان بانک د وروستۍ متحد المالې پریکړې پر بنسټ د انفرادي حساب درلودونکې کسانو ته په اوونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر ورکول کیږي، کله چې مشتریان غواړي یوځلي پیسې له بانکه وباسي، په یوه اوونۍ کې تر ۲۰۰۰ ډالره اخیستلای شي، پخوا دا رقم ۱۲۰۰ ډالره وه، همداسې د انفراد ي بانکي حساب درلودونکي کسانو ته ۵۰ زره افغانۍ ورکول کیږي حال دا چې پخوا دا رقم ۳۰ زره افغانۍ وې."

ښاغلي سلیم دا هم ويلي، هغه شرکتونه چې پخوا به یې ۲۵ زره ډالره له بانکه اخیستلې اوس کولای شي تر ۴۰ زره ډالر هم له بانک وباسي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته مرکزي بانک پر خلکو محدودیتونه وضح کړل، او دهمغه محدودیتونو په ترڅ کې به یو کس نشوای کولای له بانک تر ۲۰۰ ډالره او یا ۲۰ زره افغانۍ ډیرې پیسې وباسي.

د افغانستان بانک مخه، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته

وروسته مرکزي بانک اعلان وکړ او دا پیسې یې لږ ډيرې کړې ،او یو کس کولای شوای په اوونۍ کې ۳۰ زره افغانۍ یا ۴۰۰ ډآلره وباسي.

دې محدودیتونه ټول حیران خلک کړي وو، او هغو کسانو چې په بیل بیلو بانکونو کې یې حساب درلودل، شپې او ورځې د بانک د دروازو شاته تیرې کړې، څو له بانکه لږ پیسې وباسي.

دوی د ازادي راډيو په ګډون له بېلا بیلو رسنیو سره په اړیکو کې د شکایت ترڅنګ غوښتنه کړې، چې له بانکونو د زیاتو پیسو وېستل دې ورته ممکن شي.