د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

د برېښنا د بیلونو د ورکړې یو پرمختللی سیسټم پیل شو


د افغانستان د برېښنا شرکت د خپلو مشتریانو د اسانتیا لپاره، د برېښنا د بیلونو د ورکړې یو پرمختللی او ساده سیستم پیل کړ.

د دې شرکت چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې اعلان کړه چې؛ د دې سیستم له لارې مشتریان کولای شي، د برېښنا د لګښت بیلونه د موبایل تیلیفونونو له لارې ورکړې.

دوی وویل، دا سیستم به له کابل وروسته په ولایتونو کې هم پیل کړي.

دغه شرکت د دې سیستم د پلي کولو تړون، تیر کال د مخابراتو له وزارت سره لاسلیک کړی و.

د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وایي، له دې وروسته به د دغه شرکت مشتریان اړ نه وي چې؛ د برېښنا د لګښت د بیلونو د پیسو ورکولو ته، په بانکونو کې ساعتونه انتظار وباسي.

د برېښنا شرکت دغه نوی او پرمختللی سیستم د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه اعلان کړ.

د دې شرکت ريیس عبدالرازق صمدي وایي، وروسته له دې، د شرکت مشتریان کولای شي، د برېښنا د لګښت بیلونه د خپلو موباییل تیلیفونونو له لارې ورکړي:

«موږ باید داسې سیستمونه وکاروو چې؛ د خلکو د وخت د ضایع کېدو مخه ونیول شي او پر وخت وکړای شي په اسانی سره د برېښنا د لګښت بیل د موباییل له لارې بانکو او یا د اتصالات د شبکې څانګو ته ورکړي.»

ښاغلی صمدي وایي، دا پروژه به لومړی په کابل او بیا به په ولایتونو کې هم پلي شي.

د دې پروژې تړون پروسږ کال د برېښنا شرکت او د مخابراتو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی و.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې تر اوسه په دې برخه کې مشتریانو ته د اتصالاتو د مخابراتي شبکې یو لک سیم کارټونه ورکړل شوي او په پام کې ده، چې درې لکه نور هم وویشل شي.

د برېښنا شرکت وایي، مشتریان، د برېښنا له لګښت څخه د یو پیغام په ذریعه خبریږي او مشتري کولای شي چې؛ په پښتني بانک کې د خپل جاري حساب له لارې، ټاکلې پیسې یا دغه بانک یا د برېښنا شرکت ته انتقال کړي.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د برېښنا شرکت دا اقدام ستایي او وایي چې؛ د بیلونو د ورکړې پر مهال به یې د وخت د ضایع کېدو مخه ونیول شي:

«زما نوم نظر محمد جان دی، د برېښنا د بیل تحویلول د موباییل له لارې ډیر عالي کار دی.

اوس خو څو ساعته د بانک مخې ته انتظار باسو او وخت مو ضایع کېږي.

بل وایي، اته میاشتې کېږي د برېښنا بیل می نه دی راغلی، هره ورځ مربوطه دفتر ته ځم او بیرته راځم تر اوسه یې نتیجه نه ده ورکړې، که د موبایل له لارې دا کار وشي ډیر به ښه وي.»


دا هڅه په داسې حال کې کېږي چې؛ د کابل ځیني ښاریان په مختلفو برخو کې د دې شرکت له کړنو شکایت کوي.

دوی وایي، له کومې ورځې راهیسې چې؛ د برېښنا د لګښت بیلونه کمپیوتري شوي، د دوي بیلونه په کې دوه برابره حسابیږي.

د برېښنا شرکت چارواکي د مشتریانو شکایتونه مني خو وایي چې؛ د دې ستونزی اوارۍ ته یې هڅې تیزې کړي دي.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG