د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

دولتي کارکوونکي: ټول معاشونه باید د موبایل سیسټم له لارې اجرا شي


یوشمېر دولتي کارکوونکي چې خپل میاشتني معاشونه د موبایل له لارې ترلاسه کوي په دې باور دي چې د دغه سیسټم سراسري کېدل د مامورینو له امنیت او شفافیت سره مرسته کوي او د وخت له ضایعه کېدو مخه نیسي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د مبایل یا «ام. اس. پي» خدمتونو له لارې معاش ترلاسه کوي وايي چې دغه سیسټم له بانکي سیسټم نه اسان او مطمئنه دی.

نوموړی وايي، پکار ده چې د کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب په هدف دغه سیسټم په ټول هېواد کې پلی شي.

احمدزی: دا کار به د وخت له ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
احمدزی: دا کار به د وخت له ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه هیله من یم چي وکولای شو دغه سیسټم په ټولو دولتي ادارو په ځانګړې ډول امنیتي بنسټونو پوهنې وزارت او لوړو زده کړو وزارت کې چې لویه برخه کارکوونکي لري فعال کړو، څو په بانکونو کې له ګڼې ګوڼې او د وخت له ضایعه کېدو مخنیوی وشي."

د موبایل خدمتونو یا«ام. اس. پي» له لارې د معاشونو ورکړه تېر کال د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت نه پيل شوې ده.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د چارواکو په وینا له تېر کال راهیسې په ازمایښتي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت شااو خوا ۴۷۰۰ کارکوونکي د روشان مخابراتي شرکت له «ام س پي» خدمتونو نه ګټه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په افغانستان کې د دولتي او د خصوصي ادارو اکثره کارکوونکي خپل میاشتني معاشونه د بانک له لارې ترلاسه کوي.

له دې وړاندې یوشمېر وسله والو د نوي کابل بانک پر څانګو حملې کړي چې د دغه بانک یوشمېر مشتریان چې د معاشونو لپاره نماینده ګیو ته راغلي و وژل شوي او تپیان شوی و.

پکتیا والي مرستیال: نوي کابل بانک پر څانګې حمله کې ۳ تنه وژل شوي

د موبایل خدمتونو له لارې د معاشونو اخیستونکي کارکوونکي وايي، که د موبایل خدمتونو له لارې د دولتي ادارو کارکوونکي ته معاشونه ورکړل شي، کېدای شي د دا ډول حملو په مخننیوي کې ګټور تمام شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مخابراتو وزارت د پنجشنبې په ورځ له روشن او افغان بیسم مخابراتي شرکتونو سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د کار ټولنیزو چارو او پوهنې وزارتونو شااو خوا ۴۰ زره کارکونکي د موبایل له لارې میاشتني معاشونه ترلاسه کوي.

د مخابراتو وزیر شهزاد ګل اریوبي په کابل کې د تړون د لاسلیک پرمهال وویل له افغان بیسم سره د تړون له مخې به په فراه، ننګرهار او پروان ولایتونو کې د پوهنې وزارت شااخوا۳۰ مامورین د افغان بسیم ټیلفوني خدمتونو له لارې معاشونه او د کار او ټولنیزو چارو وزارت نېږدې ۴۷۰۰ کارکوونکي د روشن ټیلفوني خدمتونو له لارې خپل معاشونه ترلاسه کړي.

شهزادګل اریوبي
شهزادګل اریوبي

نوموړي زیاته کړه:

"هره میاشت به یې معاشونه د موبایل له لارې ورکول کېږي، دوی کولای شي هر وخت چې وغواړي د شرکتونو له څانګو نه په ډېره اسانه ډول پیسې واخلي، په دې کار کې شفافیت زیاتېږي، د خلکو ستونزې حل کېږي، موږ غواړو په راتلونکي کې دغه سیسټم په ټول افغانستان کې عملي کړو."

د ښاغلي اریوبي په خبره په پام کې ده چې راتلونکی کال ډېری دولتي ادارې د«ام اس پي» خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې دغه سیسټم به په راتلونکي کې په ټول افغانستان کې عملي شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG