پاکستان کې د افغان کډوالو شورا: دوو کډوالو مو ځانونه ووژل، د نورو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی

پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال - ارشیف


په پاکستان کې د دوو افغان پناه غوښتونکو له ځان وژنې وروسته، هغلته د مېشتو افغان کډوالو شورا وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او هغه هېوادونه چې افغان پناغوښتونکو د پنا غوښتنه ترې کړې، ژر تر ژره دې په پاکستان کې د افغان پناغوښتونکو د ستونزو د حل په اړه اقدام وکړي.

د دې شورا مرستیالې ثریا صبیر د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا په کې پاکستان کې د افغان کډوالو او پنا غوښتونکو وضعېت د اندېښنې وړ وباله او د ټولو هغو هېوادونو څخه چې د پنا غوښتنې د کېسونو په برخه کې ښکېل دي، وغوښتل چې د دوی غږ دې واوري.

نوموړې وویل:" د کډوالو وضعېت اوس داسې حال ته رسېدلی چې دوه تحصیل کړیو ځوانانو ځان وژنه وکړه. د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو بنسټونه، د پاکستان حکومت او نور ټول اړوند سازمانونه چې د کډوالو لپاره کار کوي، په پاکستان کې دې د افغان کډ‌والو غږ واوري، ځکه ټول اندېښمن دي چې داسې ورځ را و نه رسېږي چې بیا زموږ لسګونه وطنوال ځان وژنه وکړي."

اغلې صبیر زیاته کړه، د دوو ځوانانو ذکریا بلوڅ ذکي او صایم د ځان وژنې ترڅنګ ډېر نور کډوال او پناغوښتونکي د پاکستاني حکومت لخوا د ویزو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري لخوا د اسنادو د نه تمدید، د پولیسو د ځورونې، اقتصادي او نورو ستونزو له امله په رواني تکلیفونو اخته شوي دي.

د افغان کډوالو د شورا خبري ناسته

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ذکریا بلوڅ ذکي په نوم یوه افغان پناغوښتونکي په اسلام کې اباد ځان وواژه.

د ذکریا بلوڅ د ترور لور رزما بلوڅ په خبري ناسته کې د نوموړې د ځان وژنې عوامل اقتصادي ستونزې او د ډېرې مودې لپاره د پناغوښتنې د کېس ځنډېدل یاد کړل.

نوموړې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنري او له هغو هېوادونو څخه چې افغان پناغوښتونکو د پنا غوښتنه ترې کړې او په شرایطو یې برابر دي، وغوښتل چې په پاکستان کې د نورو پناغوښتونکو ستونزو ته پام وکړي، چې نور کسان د ذکریا بلوڅ په برخلیک اخته نه شي.

رزما بلوڅ وویل: "زړه مې اور اخیستی چې دا ځوان اوس له موږ سره نشته، باید د درېیمې ځان وژنې شاهدان ونه اوسو او زموږ نور ځوانان ځان وژنه ونه کړي. غوښتنه مو دا ده چې د افغان پناغوښتونکو کېسونو ته رسېدنه او مرسته ورسره وشي چې زموږ ځوانان ځان وژنې ته مجبور نه شي. "

د پاکستان مېشتو افغان کډوالو د یوې مخکینۍ اعتراضي ناستې انځور

د بلوچ تر ځان وژنې مخکې د صایم په نوم یو بل افغان پناغوښتونکي په اسلام اباد کې له شپږم منزل څخه ځان ښکته ورغورځاوه او خپل ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.

هڅه مو وکړه د افغان کډوالو او پناغوښتونکو د ستونزو په اړه په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري له مسولانو سره هم وغږېږو خو له ډېرو هڅو سره هم بریالي نه شو.

په پاکستان کې افغان کډوال او پناغوښتونکي داسې مهال د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنې مطرح کوي چې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د امریکا د پي ټو کېس لرونکو خپلو کېسونو ته د نه رسېدنې له امله اعتراض کړی و.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د پناغوښتونې کېسونو د مخ ته وړلو لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته لاړل چې هغوی اوس ډېر کله په دې هېواد کې له شته ستونزو سره چې دوی ورسره مخ دي، شکایتونه کوي.