روسيې د اوکراين له لارې د غلو دانو د صادرات لغوه کړل

د روسیې د صادراتو یو انځور

روسیې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې دانې د صادراتو اړوند تړون نن لغو کړ.

د دغه تړون پر اساس، د غلې له لوی صادروونکي هېواد اوکراین څخه افریقا، منځني ختیځ او اسیا ته چې لوږه په‌کې په زیاتېدو ده او د غذايي موادو د بیو د لوړېدو له کبله ډېر خلک بې‌وزلي شوي، غنم او د غلو دانو نور ډولونه صادرېدل.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن په یوه انلاین خبري غونډه کې د دې تړون لغو کېدل اعلان کړل او ویې ویل روسیه به هغه مهال له دې تړون سره بیا یوځای شي چې په دې تړون کې یې غوښتنې ومنل شي.