د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

روسيې د صدراعظم په ګډون پر لسګونه جاپانيانو بنديزونه لګولي


د جاپان صدراعظم فومیو کیسیدا
د جاپان صدراعظم فومیو کیسیدا

روسیه وایي، د جاپان صدراعظم فومیو کیسیدا او د دغه هېواد پر شپېتو تنو نورو یې بندیزونه لګولي دي چې په دغو کې د کابینې وزیران او د رسنیو غړي هم شامل دي.

مسکو دا اقدام د هغو بندیزونو په ځواب کې کړی، چې جاپان پر اوکراین د روسیې د بې سببه برید په خاطر پر دغه هېواد لګولي دي.

په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل، چې د جاپان پر صدراعظم او شپېتو تنو نورو لګېدلي بندیزونه دایمي دي.

په هغو کسانو کې چې روسیې ته یې پر تګ بندیز لګېدلى دی د جاپان د بهرنیو چارو، مالیې او دفاع وزیران هم شامل دي.

د جاپان د یومییوري شیمبون ګروپ پر جګپوړیو چارواکو هم بندیزونه لګېدلي دي او دا هغه ډله ده چې د جاپان مخکښه ورځپاڼه چلوي.

جاپان د امریکا د متحد ایالتونو، اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو پر پله پل ایښی دی چې پر روسیې یې د اوکراین د جګړې په خاطر یو لړ بندیزونه لګولي دي.

بل لور ته اروپایي ټولنې هغه پلان په ډاګه کړ، چې له مخې یې د روسیې د تېلو پر صادراتو بندیز لګول کېږي.

د دې پلان له مخې اروپایي ټولنه غواړي، چې د روان میلادي کال تر اخره پر دې صادراتو بندیز ولګوي، همداراز د روسیې پر بانکي سیستم بندیزونه زیات کړي.

اروپایي ټولنې په داسې وخت کې دا اعلان کړی دی، چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې بریدونه پراخ کړې دي او په بیلاروس کې چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې پلوي کوي پراخ پوځي تمرینات پیل شوې دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اوزلا ون دیر لین نن وویل، چې د کال تر اخره به د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته د روسیې پر اومه تېلو او د نورو تېلو پر صادراتو بشپړ بندیزونه ولګوي.

هغې جوته کړه، چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې به د روسیې د خامو تېلو صادرات بند کړي او بیا به یې د نورو تېلو پر صادراتو د کال تر اخره بندیزونه ولګوي.

XS
SM
MD
LG