طالبانو پر صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو یو لړ محدودیتونه لګولي

کابل کې د پیسو د راکړې ورکړې لوی مارکېټ شهزاده سرای

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک پر صرافیو او د پولي خدمتونو پر شرکتونو یو لړ نوي محدوديتونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت په کنټرول کې د افغانستان بانک وايي، صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه له دې وروسته نه‌شي کولای چې له مشتریانو امانت واخلي او یا هم مشتریانو ته پور ورکړي.

د یاد بانک ویاند حسیب الله نورالله په هغه ويډيو کې چې د یکشنبې په ورځ ناوخته د دې بانک پر ټوېټر خپره شوې، د یو شمېر نورو محدوديتونو یادونه هم کړې ده.

نوموړی وايي: "د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکي نه‌شي کولای چې له مشتریانو امانتونه واخلي، مشتریانو ته پور ورکړي، د اداینې د سیستم عملیات برابر کړي، د بیو لرونکو خدمتونو سندونه وړاندې کړي او د بیو لرونکو سندونه د لېږد سيستم وکاروي."

نوموړی همدا شان وايي چې صرافۍ او د پولي خدمتونو شرکتونه د ثبت لپاره نور نه‌شي کولای چې غیر رسمي کتابونه وکاروي او همدا ډول هغه اشخاص چې جواز نه‌لري، د صرافي او د پولي خدمتونو د ترسره کولو اجازه نه‌لري.

خو ځینې صرافان بیا وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بانکي سيستمونه له ستونزو سره مخ دي او خلکو ته خدمات نه‌شي وړاندې کولای، په صرافیو محدوديتونه لګول اقتصادي ستونزې نورې هم ډېرولای شي.

په کابل کې یو صراف اسحاق علي احمدي وايي: "تر هغه ځایه چې موږ ګورو، د خلکو اقتصادي وضعيت خراب دی، ځکه په بازار کې پيسې نه‌شته چې یو کسبګر په هغه کار وکړي، که چېرې پیسې امانت صرافیو ته ورکول کېدې، صرافانو کولای شول چې دا پیسې بازار ته ترزیق کړي او دا کار د هېواد د اقتصاد لپاره ډېر ښه و."

د کابل د سرای شهزاده مارکېټ مخته صرافان

یو بل صراف حاجي بهرام ځدراڼ که څه هم وايي، تازه لګېدلي محدوديتونه به د ده پر کار ډېر اغېز و نه‌لري، خو نوموړی غوښتنه کوي چې د افغانستان بانک دې د جوازونو په برخه کې د صرافانو ستونزې حل کړي او د هغوی د کار د قانوني کېدو لپاره دې جوازونه ورکړي.

ځدراڼ وايي: "ځینو خلکو پیسې هم جمع کړي او نمایندګۍ یې هم اخیستې دي، له افغانستان بانک څخه غوښتنه کوو چې ټول هغه صرافان چې د جوازونو غوښتونکي دي، هغوی ته جوازونه ورکړي."

اقتصاد پوه محب شریف بیا وايي، که څه هم په صرافيو او د پولي خدمتونو په شرکتونو تازه لګېدلي محدوديتونه به په لنډ وخت کې تاواني وي، خو په خبره یې په اوږد مهالي کې په دې خاطر چې افغانستان په مالي برخه کې له بندیزونو سره مخ نه‌شي، دا اقدام ګټور بولي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "افغانستان تر اوسه په سپین لېست کې دی او هېڅ ډول ستونزه نه‌لري، خو که دا ډول معاملات زیاتېږي، زما وېره دا ده چې نړيوال بیا د افغانستان پر ضد ګام پورته کوي. په یو ډول د صرافیو د معاملاتو محدودول که په لنډ مهال کې کوم ضرر هم ولري، خو په اوږد مهال کې که چېرې معاملات یې قانوني، منظم او شفاف شي، دا د افغانستان په ګټه دي."

د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم په صرافیو او د پولي خدمتونو په شرکتونو یو لړ بندیزونه لګولي وو او همدا ډول یې د ضمانت په پیسو کې زیاتوالی راوستی و چې له امله یې صرافانو اعتراض هم کړی و.

د صرافانو په وینا لا هم یادې ستونزې نه‌دي حل شوي او د ډېرو صرافانو ته جوازونه نه‌دي ورکړل شوي چې د دوی په خبره، له امله یې ځینې صرافان د هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي دي.