د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په افغانستان کې انسان تښتونه؛ طالبان یې په اړه څه تګلاره لري؟


ارشیف؛ یو شمېر وسله وال طالبان
ارشیف؛ یو شمېر وسله وال طالبان

په افغانستان کې د برمته ګرۍ له څو پر له پسې پېښو وروسته د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې دوام لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" جدي ګامونه اخیستل شوي. د وروستیو اختطافونو یو شمېر عاملان نیول شوي او تېره میاشت موږ د برمته نیونو د ۱۷ پېښو مخه ونیوله، برمته ګر ونیول شول او کوم کسان چې یرغمل شوي وو، خوشې شول. نوره هڅه هم کوو چې دا ناوړه پدیده له منځه یوسو او جنایتکار عاملان یې د خپلو عملونو په سزا ورسوو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

پرون د افغانستان یو شمېر ځايي رسنیو راپور ورکړ چې تښتونکو په کابل کې یو صراف وروسته له دې وواژه چې پیسې یې هم ورڅخه اخیستي وې.

دا صراف، چې معلم ګل امیر نومېده، یوه اوونۍ وړاندې د کابل په سرای شمالي کې تښتول شوی و.

همداراز راپورونه وايي چې د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس سیداصف هاشمي چې شااوخوا ۳ میاشتې پخوا په غزني ښار کې یرغمل شوی و، د تښتونکو له لوري وژل شوی دی.

له بلې خوا، ویل شوي چې د افغانستان د رکبي لوبې د فدراسیون رئیس حارث رحماني له څلورو ورځو راهیسې په کابل کې تښتول شوی دی.

یوه اوونۍ وړاندې د کابل ښار په څلورمه کارته کې د وسله والو کسانو له لوري د کابل د طبي پوهنتون د استاد احمد فواد پیرزاد د برمته کېدو خبر ورکړای شوی و.

په همدې حال کې په کابل کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو د بې درکۍ موضوع په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.

په داسې حال کې چې ادعا کېږي چې طالبانو به دا ښځې تښتولې وي، طالبان دا ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG