د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

افغانستان کې صرافانو د افغانستان بانک د طرحې په غبرګون کې اعتصاب کړی


کابل کې د سرای شهزاده مارکېټ
کابل کې د سرای شهزاده مارکېټ

د کاغذي جواز د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان بانک کې ۵ میلیونه افغانۍ د ضمانت په توګه ایښودل او د صرافۍ د فعالیت لپاره د ۵۰ میلیونه افغانیو لرل د دې طرحې له مهمو مواردو دي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمان ځیرک په هغه ویډیویي پېغام کې چې ازادي راډیو ته یې استولی ویلي، تر کومه چې د طالبانو حکومت مشران د صرافانو د جوازونو موضوع د طالبانو له مالیې وزارت او د افغانستان بانک سره حل نه کړي د دوی فعالیت به په ټول افغانستان کې بند وي.

ښاغلي ځیرک ازادي راډیو ته وویل چې دا پرېکړه د ټول افغانستان په کچه، د صرافانو د ټولنې د رهبرۍ په ناسته کې شوې ده.

نوموړی وايي: "د افغانستان بانک طرحه چې د جواز د لرلو لپاره د لوړې اندازې پیسو ورکولو په صورت کې تطبیق شوې، یعنې دا چې هر صراف باید د فعالیت لپاره یې ۵ میلیونه افغانۍ د افغانستان بانک ته د ضمانت په توګه ورکړي، د کاغذي جواز لپاره دې دوه سوه زره افغانۍ د لګښت په توګه تحویل کړي او ۵۰ میلیونه افغانۍ پانګونه یې د کار لپاره ولري، نو صرافانو د دې شرایطو د پوره کولو توان نه درلود او د دې تر څنګ ځینې تخنیکي ستونزې هم وې چې د وخت د کمي له امله به یې وروسته له تاسو سره شریکې کړم، تر هغه چې د طالبانو د مرکزي بانک او د مالیې وزارت زموږ ستونزې حل نه کړي موږ به خپل کار ته دوام نه ورکوو."

نوموړي زیاته کړه چې د دوی دا اعتراض په هېڅ صورت د طالبانو له حکومت سره د مخالفت په معنا نه دی خو د هر صراف حق دی چې د خپلو چارو د مخته وړولو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.

د افغانستان صرافان
د افغانستان صرافان

بلخوا یو شمېر صرافان هم د افغانستان بانک د دې پرېکړې عملي کول ستونزمن بولي او ازادي راډیو ته یې وویل، چې په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی چې پر صرافانو هم اغېز وکړي، نو دا طرحه ورته د منلو نه ده.

په کابل شهزاده سرای کې یو صراف چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل په راپور کې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "داسې صرافان شته چې په کمه سرمایه کار کوي، اقتصادي وضعیت هم بد دی، نه شي کولای چې له داسې حالاتو ووځي، نو که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي نو معلومداره ده چې اوضاع به همداسې کېږي."

له دې سره یو بل صراف هم چې ده هم ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل، که څه هم دوی اعتصاب کړی، خو د طالبانو ځواکونو شهزاده سرای پرې په جبري توګه پرانیستی دی.

نوموړی وايي: "سهار د اسلامي امارت ځواکونه راغلی وه او پر صرافانو یې په زور سرای خلاص کړ، فعلا سرای خلاص دی، خو د ټولو دکانونو لیفټونه بند دي، ستونزې د جواز لپاره دي."

د کابل د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي داد ګل ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، د افغانستان بانک تصویب شوې طرحه اوسنیو شرایطو سره قطعاً برابره نه ده او د کابل او ولایتونو د صرافانو له توانه لوړه ده.

د نوموړي په خبره، د دغې طرحې په پلي کېدو به د هغو جرمونو او جنایتو کچه لوړه شي، چې د د پیسو د غیر قانوني فعالیتونو له امله رامنځته کېږي او یوازې قاچاقبران او د تورو پیسو کاروباريان به ترې ګټه واخلي.

خو د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک ویاند صابر مومند رسنیو ته په یو استولي پیغام کې د صرافانو اعتصاب د هغوی شخصي ستونزه بولي.

نوموړي ويلي: "د صرافیو او پولي خدمتونو ټول مارکېټونه د شهزاده سرای په ګډون پرانیستي دي، هغو صرافانو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو چې له افغانستان بانکه یې جوازونه اخیستي خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي، هغو کسانو چې صرافۍ او پولي خدمات یې تړلي د هغوی خپله شخصي ستونزه ده، د یادونې وړ ده چې د جواز نه لرونکو صرافانو او پولي خدماتو وړاندې کوونکو سره به قانوني چلند کېږي، د افغانستان بانک په یاد سکتور کې رونټیا خوندیتوب ته ژمن دی، څو د ټولو صرافیو او پولي خدمتونو فعالیتونه د نافذه قوانینو په اډانه کې تنظیم شي."

له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک او د صرافانو ټولنې ته لارښوونه کړې وه چې په دې اړه د یاد بانک په طرحه له سره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG