د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه څېړنې پیل شوي

د اسراییلي ځواکونو له لوري په جنین کې پیل شوي عملیات پرون پای ته رسېدلي. په دغو عملیاتو کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ ۱۲ فلسطینیان او یو اسراییلي سرتېری وژل شوي دي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې د څارنوال دفتر پرون چهارشنبه وویل چې په دوامداره توګه د فلسطینیانو وضعیت څاري.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې اسراییلو د اردون سیند لوېدیځې غاړې ته د فلسطین په جنین ښار پراخ پوځي عملیات ترسره کړل.

د جرمونو نړیوالې محکمې چې مرکز یې د هالنډ په هاګ ښار کې دی په ۲۰۲۱ کال کې د فلسطین په هغو سیمو کې رسمي څېړنې پيل کړې چې د اسراییلو له خوا اشغال شوي دي.

دوی په دې سیمو کې د اسراییلي ځواکونو او دغه راز حماس وسله والې ډلې له خوا شوي احتمالي جنګي جنایتونه څېړي.

اسراییل چې خپله د جرمونو نړیوالې محکمې یا آی سي سي غړی نه دی له دغو څېړنو سره له همکارۍ ډډه کړې او دوی د دغې محکمې صلاحیت هم په رسمیت نه پېژني.

د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال کریم خان دفتر د فرانس پریس خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، په ټوله کې د فلسطینیانو او د جنین ښار وضعیت د دوی تر څارنې لاندې دی.

په هالنډ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې دفتر

دغې محکمې د خپلو څېړنو د پرمختګ په اړه معلومات نه دي ورکړي.

داسې ویل کېږي چې دغه عدلي او قضایي بنسټ په ۲۰۱۴ کال کې د غزې د جګړې په اړه هم څېړنه کوي.

فلسطین د دغو څېړنو ملاتړ کوي، خو برعکس اسراییل دې څېړنو غوسه کړی دی.

فلسطیني چارواکي د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې خپلې چارې ګړندۍ کړي، خو دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د راپورونو له مخې دا محکمه په اوکراین او نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د څېړنو پر مهال له مالي ستونزو او د نورو سرچینو له محدودیت سره مخامخ ده.

اسراییل پرون چهارشنبه په اشغال شوي جنین ښار کې د خپلو عملیاتو پای اعلان کړ.

په دغو عملیاتو کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ ۱۲ فلسطینیان او یو اسراییلي سرتېری وژل شوي دي.

اسراییل په دغو عملیاتو کې چې هدف یې په جنین ښار کې د دوی په ټکو د سخت دریځو ډلو مرکزونه وو، له سلګونه سرتېرو، بې پیلوټه الوتکو او زغره والو بولدوزرونو استفاده کړې ده.