د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

طالبانو په فلسطين کې روان تاوتریخوالى وغانده


آرشیف: اسراییلي ځواکونو انځور
آرشیف: اسراییلي ځواکونو انځور

د طالبانو حکومت په بیت المقدس کې د روان تاوتریخوالي په خاطر اسراییل غندلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه بیان کې چې پرون پر ټویټر خپور شو ویلي دي چې د دوی حکومت په بیت المقدس کې له ملکي فلسطینیانو سره شوی تاوتریخوالی غندي.

پرون د بیت المقدس په الاقصی جومات کې دننه له اسراییلي امنیتي ځواکونو سره د نښتو پرمهال ۱۵۲ فلسطیني معترضان ټپیان شول.

له دې سره په دې سیمه کې د وروستي کړکېچ لمنه نوره پراخه شوې او دا وېره یې رامنځ ته کړې ده چې ښايي وضعیت یوځل بیا د پخواني زاړه کړکېچ خوا ته ولاړ شي.

ښاغلي بلخي لیکلي دي چې اسلامي امارت، د مسلمانانو په لومړنۍ قبله اقصی جومات کې د ده په وینا پر ملکي فلسطینیانو د اشغالګرو له خوا تاوتریخوالی په سختو ټکو غندي او زیاتوي چې د طالبانو حکومت پر نړیوالې ټولنې په تېره پر اسلامي هېوادونو غږ کوي چې د فلسطینیانو د انساني حقونو د اعادې او د اسراییلي مظالمو د مخنیوي لپاره عملي اقدام وکړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د اسلامي هېوادونو په ګډون تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی نو د عربو او اسراییلو د کړکېچ په څېر د مهمو نړیوالو مسایلو په اړه د افغانستان دریځ څه اهمیت لري؟

د سیاسي چارو شنونکی پخوانی افغان ډیپلومات زردشت شمس وايي، طالبان له دې فرصت څخه په خپله ګټه کار اخلي.

زردشت شمس
زردشت شمس

شمس وویل: "دا چې طالبان اوس مهال پر افغانستان حاکم دي نو کولای شي چې پر داسې مهمو نړیوالو موضوعاتو خپل موقف څرګند کړي او بله دا چې دوی غواړي په دې توګه په ټوله کې د اسلامي نړۍ خواخوږي راجلب کړي، په ځانګړي توګه د فلسطین موضوع د عربي نړۍ لپاره ډېره حساسه او مهمه موضوع ده، د عربو ملاتړ هم خپل کړي."

اسراییلي ځواکونو ته دوه اونۍ مخکې وروسته له هغه د تیارسۍ امر وشو چې د بیت المقدس په لارو کوڅو کې د عربانو له حملو سره تر مخامخ شول.

د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې ویلي چې ډېری معترضان د اسراییلي پولیسو په ربړي مرمیو، د صوتي بمونو په چاودنو او د اسراییلو د بلوا ضد پولیسو له خوا د کوتکو په ګوزارونو ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG