د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

نړۍ

د اسراییل او فلسطین چارواکي په مصر کې سره ګوري

د اسراییل او فلسطین بیرغونه
د اسراییل او فلسطین بیرغونه

د اسراییل او فلسطین چارواکي نن د مصر په شرم الشیخ بندري ښارګوټي کې سره ګوري.

د دې کتنې هدف د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ کمول او د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې د تاوتریخوالي مهارول دي.

دا کتنه، د دواړو لوریو ترمنځ دویمه هڅه ده، چې د سیمه ییزو متحدانو مصر او اردن دغه راز د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا تنظیم شوې ده.

دغه متحدان غواړي د دې مذاکرو په مرسته د یوه کال هغه تاوتریخوالی ختم شي چې په نتیجه کې یې د اسرایل په ډزو تر ۲۰۰ زیات فلسطینیان او د فلسطین په حملو کې تر ۴۰ زیات اسرایلیان یا بهرني وګړي وژل شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پر لبنان د اسراييل بريدونو کې ۳۳ کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور
پر لبنان د اسراييل د بريد يو انځور

د لبنان پر جنوب د اسرايیل د شنبې ورځې په یو لړ حملو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

دا خبره د لبنان روغتیا وزارت کړې ده.

اسرايیل د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب‌الله ډلې خلاف خپله هوايي مبارزه سخته کړې ده.

د لبنان روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسرايیل له‌خوا پر بعلبك-الهرمل ساحه په هوايي حملو کې ۲۰ کسان وژل شوې، په‌‌دې ډله کې هغه ۱۱ کسان شامل دي، چې په الكنيسه سیمه کې وژل شوي دي.

۱۳ نور کسان د لبنان په جنوب کې چې حزب‌الله ډله په کې زیات حضور لري، د اسرايیل په نورو حملو کې وژل شوي، چې په هغوی کې ۷ تنه ژغورونکي شامل دي.

د وزارت په وینا ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د لبنان حزب‌الله یوه پوځي سیاسي ډله ده چې د امریکا متحدایالتونه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده، نه سیاسي برخه.

حزب‌الله د جنوبي لبنان پر پراخې برخې کنټرول لري، چې سیاسي برخې استازي یې د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

اوکرايني چارواکي: د شمالي کوریا ځواکونه له روسي ځواکونو سره يوځای جګړه کې برخه اخلي

د شمالي کوريا پوځيان
د شمالي کوريا پوځيان

د اوکراین یوه لوړ رتبه قوماندان، اولیکساندر سیرسکي پرون ویلي، داسې راپورونه شته چې د شمالي کوریا ځواکونه د روسیې له ځواکونو سره یوځای د جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

سیرسکي د امریکا له جګپوړي قوماندان جنرال کریسټورفر کاولي سره د فېس‌بوک په یوه بحث کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي: "موږ ډېر راپورونه لرو چې د شمالي کوریا سرتېري چمتو دي چې د روسیې د ځواکونو تر څنګ په جګړه کې برخه واخلي."

جنرال کریسټوفر کاولي د متحدایالاتو د اروپایي قوماندې مشري کوي.

سیرسکي ویلي، چې د روسیې سره د نږدې ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت "سخت پاتې دی او د زیاتوالي نښې یې تر سترګو کېږي."

د امریکا د متحدهایالتونو دفاع وزارت لس ورځې مخکې ویلي وو، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.

پنټاګون اندېښنه ښودلې وه چې، ښايي له‌‌دې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.

ايران د ډونالډټرمپ د وژنې د هڅې دسيسه کې لاس لرل رد کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه تور رد کړی چې، ګنې د ده هېواد د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د وژنې په دسیسه کې لاس درلود.

عباس عراقچي د امریکا او ایران په اړیکو کې د اعتماد جوړونې غوښتنه هم کړې ده.

عراقچي پرون پر خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چې، یوه نوې جعلي سناریو جوړه شوې ده او په‌داسې حال کې چې اصلا قاتل شتون نه‌لري، لیکوالو یې یوه درېیمه درجه کومیډي ډرامه جوړه کړې ده.

د عراقچي اشاره د هغې دسیسې اړوندې ادعا ته وه چې واشنګټن ویلي، د ایران سپاه پاسداران ځواک غوښتل ټرمپ چې د نوامبر د پنځمې انتخابات یې وګټل او په راروانه جنوري کې به د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي، ووژني.

ټاکل شوې جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې سره وګوري

ډونالډټرمپ او جوبايډن
ډونالډټرمپ او جوبايډن

ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن به د راروانې چهارشنبې په ورځ د متحدایالاتو له منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره په خپل دفتر کې وګوري.

دا خبر د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې ورکړ.

په امریکا کې له انتخاباتو وروسته د ولسمشر او منتخب ولسمشر ترمنځ دا ډول لیدنې یو پخوانی دود دی، خو جمهوریپال ټرمپ وروسته له‌دې چې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې یې ماته وخوړه، بایډن ته د لیدنې بلنه ورنه‌کړه.

د ۱۸۹۲ کال له انتخاباتو وروسته چې ګروور کلیفلنډ Grover Cleveland له خپلې دندې استعفا وکړه ټرمپ د امریکا یوازینی پخوانی ولسمشر دی چې، له څلور کلنې وقفې وروسته بیا د سپینې ماڼۍ د مشرۍ لپاره غوره کېږي.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي

په غزه کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غزه کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، نن په غزې تړانګه کې د اسراییل په دوو حملو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

په همدې حال کې اسراییل د غزې شمال ته چې جګړو ځپلی له څو اوونیو وروسته د بشري مرستو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړی دی.

په یوه حمله کې د غزې په ختیځ ښار تفاح کې یو ښوونځی په نښه شوی چې خلکو په کې پناه اخیستې وه.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې دوه محلي خبریالان، یوه امیندواره ښځه او یو ماشوم شامل وو.

د اسرايیل پوځ وايي په حمله کې یې د فلسطینیانو د اسلامي جهاد افراطي ډلې وسله وال په نښه کړي، خو په دې اړه یې اسناد نه دي وړاندې کړي او نور جزییات یې نه دي ورکړي.

دغه راز ۷ نور کسان هغه وخت ووژل شول چې د اسراییل له خوا په جنوبي ښار خان یونس کې چې بېځایه شویو په کې پناه اخیستې وه، یوه خېمه وویشتل شوه.

ناصر روغتون وايي، په وژل شویو کې دوې ښځې او یو ماشوم شامل دی.

د اسرايیل پوځ سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر په نااعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلی

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل نن سهار په نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد، چې له کییف د اروپا پر ملاتړ ټینګار وکړي.

دا سفر داسې وخت کېږي چې پر اوکراین لا هم د روسیې بریدونه دوام لري.

بوریل پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د دې سفر د اجنډا په سر کې له اوکراین د اروپايي ټولنې ملاتړ شامل دی.

د بوریل تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د اوکراین پر اودیسه چې د تور سمندرګي بندري ښار دی، پر ملکي بنسټونو د روسیې له خوا وژونکې حمله وشوه.

دا له کله چې د نومبر میاشتې پر پنځمه ډونالډ ترمپ د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شو، دا اوکراین ته د اروپايي ټولنې د یوه لوړ رتبه چارواکي لومړی سفر دی.

ملکري ملتونه: جنوبي سوډان کې د سېلابونو له امله نږدې يو نيم ميليون کسان زيانمن شوي

ارشيف
ارشيف

ملګري ملتونه وايي، په جنوبي سوډان کې د ویجاړوونکو سېلابونو له کبله یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن شوي او تر ۳ لکه او ۷۹زره زیات نور بې‌ځایه شوي دي.

ملګروملتونو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې په سېلاب‌ځپلو سیمو کې د ملاریا ناروغۍ د لا خپرېدو په باب خبرداری ورکړی دی.

مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د نړۍ دغه نوی ایجاد شوی هېواد، د اقلیمي بدلون له کبله ډېر زیانګالی دی او سېلابونو تر ډېره د دغه هېواد شمال دومره زیانمن کړی، چې په تېرو څو لسیزو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، په ۴۳ ولسوالیو کې دغو سېلابونو یو ميلیون او ۴لکه کسان زیانمن کړي او په ۲۲ ولسوالیو کې تر ۳لکه او ۷۹زره زیات نور بې‌ځایه کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، په ګڼو ایالتونو کې د ملاریا د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

امريکا د ټرمپ د وژنې د هڅې په تور يو افغان وګړی رسماً تورن اعلان کړ

ډونالډ ټرمپ، پر نوموړي له بريد څو شېبې وروسته
ډونالډ ټرمپ، پر نوموړي له بريد څو شېبې وروسته

د امریکا په متحدایالاتو کې څارنوالانو پرون جمعه (د نومبر پر ۸مه) د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او یوې مشهورې ایرانۍ-امریکایي ژورنالېستې د وژلو د توطيې د ادعا له‌‌مخې د یوه افغان وګړي په ګډون پر تورنو کسانو رسماً تورونه اعلان کړل.

د فرانسې خبري اژانس د خبر له‌‌مخې، د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې د ټرمپ د وژلو ناکامه دسیسه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له‌خوا د قاسم سلیماني د وژل کېدو د غچ اخیستو لپاره پلان شوې وه.

د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني په ۲۰۲۰م کال کې د ټرمپ په امر، چې هغه وخت هم د امریکا ولسمشر و، په یوه برید کې ووژل شو.

د امریکا عدلیې وزارت په یوه بیان کې ویلي، ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په خټه افغان او ګومان کېږي په ایران کې دی، د سپاه پاسداران له‌‌‌خوا د ټرمپ د وژلو لپاره "موظف" شوی و.

دوو نورو سړیو ۴۹ کلن کارلیسیل ریویرا او ۳۶ کلن جوناتون لوډ هولټ چې د نیویارک اوسېدونکي دي، په جلا توګه په نیویارک کې د یوې ایراني الاصلې-امریکایۍ مخالفې خبریالې د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.

دوی دواړه په توقیف کې دي، چې د پنج‌شنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړای شول.

که څه هم د محکمې په اسنادو کې د ایرانۍ الاصلې امریکايي خبریالې نوم نه‌‌دی یاد شوی، خو ګومان کېږي دا به مسیح علي نژاد وي، چې د ایران پر رژیم انتقادونه کوي.

ډونلډ ټرمپ، چې د نوامبر پر پنځمه یې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې کامالا هریس ته ماتې ورکړه، سږکال د وژنې له دوو جلا هڅو سره مخ شوی دی، چې یوه د کمپاین په یوه جلسه کې د هغه د غوږ پر یوه برخه د مرمۍ لګېدل و.

قطر د فسلطينيانو او حماسې ډلې له استازو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي

د قطر بيرغ
د قطر بيرغ

راپورونه وايي، قطر د فلسطینیانو د افراطي ډلې حماس له استازو غوښتنه کړې، چې له دغه هېواده ووځي.

قطر د دغو کسانو د وتلو امر د امریکا د متحدایالتونو له غوښتنې وروسته وکړ.

ټایمز اف اسرايیل او فایننشل ټایمز ورځپاڼو پرون جمعه راپور ورکړی، چې قطر د حماس له استازو غوښتي چې په لسو ورځو کې له دغه هېواده ووځي.

د ټایمز اف اسرايیل په لیکنه، د حماس مشران له ۲۰۲۲م کال راهیسې په دوحه کې دېره دي.

د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د امریکا پرله‌‌پسې حکومتونو استدلال کړی، دا مهمه ده چې له حماس ډلې سره د ارتباطاتو یو کانال پرانیستی وي.

امریکا له قطره د حماس د مشرانو د ایستلو غوښتنه داسې وخت کړې چې، حماس ډلې د اګست میاشتې په پای کې د هرش گولډبرګ پولین په نوم کس چې د امریکا او اسرايیل تابعیتونه یې لرل او پنځه نور یرغمل شوي کسان اعدام کړل.

قطر د امریکا د متحدایالتونو او مصر تر څنګ د اسرايیل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ځنډېدلو خبرو منځ‌ګړیتوب کوي.

په هسپانیا کې د اکتوبر میاشتې سېلابونه په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو وژونکي ګڼل شوي دي

هسپانيه کې د سېلابونو يو انځور
هسپانيه کې د سېلابونو يو انځور

د دغه هېواد د هواپېژندنې ملي ادارې پرون جمعه په خپرو کړو اطلاعاتو کې ویلي، چې د اکتوبر پر ۲۹مه د پشه کال تر بارانونو وروسته په بهېدلو سېلابونو کې څه باندې ۲۲۰ کسان مړه شول.

دغو سېلابونو تر ډېره د جنوبي ښار والنسیا شاوخوا سیمې او د دغه هېواد ختیځ زیانمن کړل، چې موټرونه یې پر سر اخیستي وو او پلونه یې ونړول، دغه راز تر ځمکې لاندې پارکنګونه له اوبو ډک شول.

تر اوسه ۷۸ کسان تري تم دي، خو حکومت ګومان کوي ځینې یې ممکن په هغو ۴۸ مړو کې شامل وي، چې تر اوسه یې هویت تثبیت شوی نه‌دی.

ساینس‌پوهان وايي، د دا ډول طبیعي افتونو د زیاتوالي عمده علت اقلیمي بدلون دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG