د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د عملياتو پای؛ اسرایيلي ځواکونه د فلسطين له جنین ښاره وتلي


د فلسطین په جنین کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور
د فلسطین په جنین کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

اسراییلي ځواکونه د لوېدیځې غاړې په اشغالي سیمو کې د تېرو څو کلونو له تر ټولو پراخو پوځي عملیاتو وروسته نن د فلسطین له جنین ښار څخه ووتل او په دې توګه هغه دوه ورځني عملیات پای ته ورسېدل چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان او یو اسراییلی سرتېری ووژل شول، زرګونه کسان یې له خپلو مېنو بې ځایه کړل او ډېر زیانونه یې واړول.

د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې پوځ وایي، په دې عملیاتو کې چې د بمباریو او د سلګونه پلي سرتېرو د عملیاتو لړۍ په کې شامله وه، هغو وسله والو ته سخت تلفات اوښتي چې د جنین د کډوالو په کمپ کې اوسېدل، خو معلومه نه ده چې دې عملیاتو به په لوېدیځه غاړه کې له تقریباً یو نیم کال راهیسې د پیل شویو درنو جګړو د پای ته رسولو په برخه کې کوم اغېز کړی وي که نه.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو له لوېدیځې غاړې د اسراییلي ځواکونو له وتلو مخکې ژمنه وکړه چې د اړتیا په صورت کې به په سیمه کې ورته عملیات بیا ترسره کړي.

نتانیاهو د جنین په یوه څنډه کې له یوې پوځي پوستې د کتنې پر مهال وویل، ماموریت د بشپړېدو په حال کې دی او زیاته یې کړه دا په جنین کې وروستي عملیات نه دي او هر چېرته چې ترهګر ولیدل شي، د ځپلو لپاره به یې بیا عملیات وکړي.

دا په لوېدیځه غاړه کې د اشغال په وړاندې د فلسطینیانو د دوو لسیزو مخکې وسله وال پاڅون راهیسې، د اسرائیل تر ټولو لوی عملیات و.

د اسراییل پوځ د ۲۰۲۲م کال له لومړیو راهیسې د فلسطیني سخت دریځو د ورځنیو بریدونو په وړاندې په لوېدیځه غاړه کې عملیات چې هدف یې د سختدریځو ځپل یاد شوي، ترسره کړي دي.

په جنین کې یو ځايي اوسېدونکی پر اسراییلي ځواکونو کاڼي ورولي او هغوی پرې ډزې کوي. July 4, 2023
په جنین کې یو ځايي اوسېدونکی پر اسراییلي ځواکونو کاڼي ورولي او هغوی پرې ډزې کوي. July 4, 2023

د اسراییل پوځ دغه عملیات ضروري ځکه بللي وو، چې په وینا یې د فلسطینیانو دولت ډېر کمزوری دی.

د اسراییل پوځ ویلي، په لوېدیځه غاړه کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې زرګونه میله وسلې، د بمونو جوړولو مواد او د نغدو پیسو زېرمې ضبط کړي دي.

د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي چې، د اسراییل د وروستیو بریدونو په نتیجه کې دولس فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

خو د اسراییل پوځ ادعا کړې چې یوازې سخت دریځي وژل شوي او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي دي.

د راپور له مخې په لوېدیځه غاړه کې له ۱۴۰ زیات فلسطینیان وژل شوي او د فلسطینیانو په هغو بریدونو کې چې اسراییل یې په نښه کړی، لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.

اسراییل لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې تړانګه په منځني ختیځ کې د ۱۹۶۷ کال جګړې په مهال لاندې کړي دي.

دا هغه سیمې دي چې فلسطینیان یې د یوه راتلونکي خپلواکه دولت د جوړولو لپاره د بېرته نیولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG