بشري کړکېچ؛ اوچا: د اړمنو افغانانو شمېر پنځه سوه زره نور هم زیات شوی

ارشیف: په کابل کې اړمنې ښځې او ماشومان

په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو په شمېر باندې پنځه لکه نور کسان هم ورزیات شوي.

ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې چې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر په وروستیو څو میاشتو کې زیات شوی.

د دغه سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د اړمنو افغانانو او د بشري مرستو په برخه کې د یوې تازه ارزونې په اساس ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له پيل تر جون میاشت پورې پنځه لکه نورو کسانو بشري مرستو ته اړتیا پيدا کړې.

مخکې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو خلکو شمېر ۲۸ میلیون او ۳ لکه کسانو ته رسېږي، خو اوس دوه سوه زره کم ۲۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ادارې د ۲۰۲۳ کال د لومړیو پنځو میاشتو یوه ارزونه کړې او ویلي یې دي د کال د پاتې اوه میاشتو لپاره یې هغو مساییلو ته لومړیتوب ورکړی چې لاینحله پاتې وو.

ملګرو ملتونو ویلي چې له اړمنو سره د مرستې او د نورو بشري پروګرامونو د مخته وړلو لپاره لږ تر لږه ۲ میلیارده او ۲۶۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور

که ملګرو ملتونو او نورو ملګرو موسسو ته اړینه بودیجه په واک کې ورکړل شي نو لږ تر لږه شل میلیونه کسانو ته به مرستې ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د ۲۰۲۲ کال له وروستیو یې تر دې دمه په هغو ۹۴۲ میلیونو ډالرو چې د مرستو په نوم ترلاسه کړي شاوخوا ۱۷ اعشاریه درېیو میلیونو کسانو ته حد اقل یو وار مرستې ور رسولي دي.

افغانستان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو لاس ته ورغی خلک یې ورځ تر بلې له زیاتېدونکې بې‌‌وزلۍ کړېږي.

د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې د ځینو بنسټیزو پروژو په پیل او د عوایدو په زیاتېدو سره د افغانستان اقتصاد په ښه خوا روان دی، خو عام خلک شکایت کوي چې له سختیو سره مخ دي.

فرشته یوه افغان مېرمنه ده چې خاوند یې مړ شوی او وايي چې د ژوند ناخوالو مجبوره کړې له ارزګانه کندهار ته کډه شي، خو ښکاري چې هلته یې هم د ژوند څرخ چندان ښه نه ګرځي.

هغه له فقر او بې‌وزلۍ شکایت کوي او وايي، ماشومان یې وږي بیده کېږي او د خوړو لپاره څه نه‌لري.

نوموړې وايي: "څلور پنځه کوچنیان لرم، یو مې خسر دی او یوه زه یم. څپلیو ته زه حیرانه یم، ډوډۍ ته زه حیرانه یم، ژوند او زنده‌ګۍ لا پسې حیرانه کړې یم. یو لسګون نه‌لرم چې پرې خپلو مسکینانو ته یو څه واخلم."

د خوړو نړیوال پروګرام د تېر میاشتې په وروستۍ کې د افغانستان ختیځ کې له اړمنو مېرمنو سره د وزو مرسته کړې.

افغانستان یو له بې‌وزلو هېوادونو یادېږي او دوه پر درېیمه برخه خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له‌خوا په کورنیو/نړیوالو موسسو او ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو پر کار بندیز شرایط لا پسې سخته کړل او د مرستندویو کارونه یې له خنډ سره مخ کړل.