د قطر صدراعظم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره پټې خبرې کړي

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

رویټرز خبري اژانس نن د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د قطر صدراعظم د مې په ۱۲مه کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده سره پټې خبرې اترې کړې دي.

کندهار ته د قطر د صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني له سفر ۱۹ ورځې وروسته، رویټرز خبري اژانس نن خبر ورکړی چې هغه په دې سفر کې د طالبانو له مشر ملا‌هبت‌الله اخندزاده سره هم کتلي دي.

رویټرز لیکي، دا معلومات د خپل نوم د نه خپرولو په شرط په دې غونډه کې یو ګډون کوونکي شخص ورکړي.

د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په کندهار کې د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند او نورو چارواکو سره د لیدنې پرمهال. 12.05.2023

راپور کې د سرچینې له قوله زیاته شوې، د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر ترمنځ د خبرو یوه موضوع له نړیوالې ټولنې سره د کړکېچ د هواري په اړه وه چې ملاهبت‌الله په دې لیدنه کې له نړیوالې ټولنې سره د خبرو دوام ته ډېر لېوال و.

د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په افغانانو په ځانګړي ډول په نجونو او ښځو د طالبانو د سختو بندیزونو، ترهګرۍ سره مبارزې او د همه‌شموله حکومت د نه جوړېدو له امله ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، د قطر صدراعظم د طالبانو مشر سره کتنه کې د نجونو په زده‌کړو او ملګرو ملتونو سازمان په ادارو کې د ښځو په کار د بندیزونو د لېرې کولو اړتیا هم مطرح کړې ده.

رویټرز که څه هم په دې اړه ډېر څه نه‌دي لیکلي چې دې غوښتنې ته د طالبانو د مشر ځواب څه و، خو زیاتوي، ملاهبت‌الله چې یو سختدریځی اسلام‌مپالی دی، په دې برخه کې د خپلو فرمانونو په اړه جوړ جاړي ته لږه لېوالتیا ښودلې ده.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار، ټولنیز او سیاسي مشارکت سخت بندیزونه لګولي دي چې بدې پایلې یې هم لرلې دي.

رویټرز د خپلې سرچینې له قوله، د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر په لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړتیا او تر خوا یې له افغانانو سره د بشري مرستو رسولو د اسانتیاوو په رامنځته کېدو هم خبرې شوي دي.

رویټرز دا هم لیکي چې د قطر حکومت د دې کتنې ټول جزییات د امریکا متحده‌ایالاتو له ولسمشر جوبایډن سره شریک کړي دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو ولسمشر جوبایډن

ازادي راډیو په دې اړه د قطر د بهرنیو چارو وزارت وپوښت، خو دوی له خبره کولو ډډه وکړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو طالبانو ته یوې نږدې کس او پخواني چارواکي سیداکبراغا ازادي راډیو ته وویل، دا لیدنه په کندهار شوې ده.

سیداکبراغا

هغه وویل: "کندهار ته د دوی د تلو یوازېنی علت همدا و چې دوی شیخ صیب وویني. تر کومه حده چې زه خبر یم، دوی له شیخ صیب سره لیدلي دي."

رویټرز داسې مهال د قطر د صدراعظم او د طالبانو د مشر د لیدنې خبر ورکوي چې تر دې وړاندې، ملاهبت‌الله اخندزاده د اسلامي همکاریو سازمان له یوه پلاوي سره له کتنې ډډه کړې وه.

هاخوا بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قطر ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني هم امریکا ته تللی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون یوه اعلامیه کې لیکلي، قحطاني په دې سفر کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره هم کتلي دي.