د بریتانيا يو سازمان: د طالبانو محدوديتونه ښځې له ټولنې لرې کوي

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون انځور

په بریتانیا کې د امنیت او همکاري په سازمان او ایس سي اي کې د بریتانیا استازې ایما لوګان وایي، د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه افغان ښځې او نجونې له ټولنې څخه لرې کوي.

مروه چې د کابل پوهنتون محصله وه، وایي، د طالبانو له‌خوا پر نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو دا له ګڼو ستونزو سره مخ کړې.

مروه وایي، دا او دوستان یې نه یوازې له اقتصادي بلکې رواني ستونزوه سره هم مخ دي.

مروې ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله نړۍ کې ان واړه ماشومان هم د زده کړو په حال کې دي، خو موږ په کور کې ناستې یو، د باندې د تګ اجازه نه‌لرو، د زده کړو اجازه نه‌لرو، دباندې نه‌شو کولای موبایل وکاروو، حق نه‌لرو کار وکړو، له خپلو ټولو حقونو محروم یو."

په ورته وخت کې د پوهنتون یوه بله محصله دلارام هم وايي، نجونې او ښځې له خپل اساسي حقونو بې برخې شوي دي.

دا محصله وايي: "له بده مرغه چې نجونې د زده‌کړو او د تحصیل له ټولو حقونو محرومې دي، د وخت په تېرېدو سره دا محرومیتونه پر نجونو په رواني فشار اوړي، چې ورسته به یې دوی نتیجه وویني."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې وتړلې.

په ورته وخت کې یوه بله افغان مېرمن چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي رادیو ته وویل، د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګولو شویو بندیزونه له امله اوس پر کور ناسته ده.

دا هم وایي چې نه یوازې اقتصادي بلکې له رواني ستونزو سره هم مخ ده.

دا مېرمن وايي: "زه د ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یم، اقتصادي ستونزې، روحي او رواني ستونزې، همداسې اجباري حجاب دا ټول هغه څه دي چې د بندیانو په څېر یې په کورونو کې راګیر کړي یو."

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان او ایس سي اي کې د بریتانیا استازې ایما لوګان ویلي چې د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه افغانې ښځې او نجونې له ټولنې څخه لرې کوي.

مېرمن لوګان د جمعې په ورځ د همدې سازمان په یوه بیان کې ویلي، په نړۍ کې بل هېڅ هېواد له ښځو سره دا ډول چلند نه کوي او زیاتوي چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو دا بندیزونه هېڅ دیني اړخ نه‌لري.

نوموړی وایي، دغه بندیزونه د نجونو او ښځو رواني روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي او بریتانیا له طالبانو غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو او قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو ملاتړ وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ، خو تر دې وړاندې یې ازادي راډيو ته ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او د ښځو او نجونو پر وړاندې وروستي بندیزونه د دوی داخلي موضوع ده.

په افغانستان کې د طالبانو تر بیا ځلي له واکمنۍ وروسته، پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول شول چې د دوی دا پرېکړې له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې.

په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز، له منځنیو او لوړو زده‌کړو د نجونو راګرځول هغه مهم محدودیتونه دي چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو لګولي دي.