امريکا ولې او څه ډول د افغانستان له فضا څارنه کوي؟

ارشیف: د افغانستان پر فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکه

د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني سنټکام وایي، له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په هدف غواړي د دغه هېواد پر فضا څارنه ډېره کړي.

په دغې څارنه کې داسې ډرون وسیلې ازمایل کېږي چې د ډېر وخت لپاره په هوا کې پاتې کېدلی شي.

دوی دا کار د دې لپاره کوي چې په وینا یې داعش افغانستان کې یو ګواښ دی او ممکن لمن یې د امریکا په ګډون نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.

اسدالله لودین په همدې اړه د پوځي چارو د کتونکي اجمل عمر شینواري نظر پوښتلی او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې امریکا ولې د افغانستان پر فضا څارنه ډېروي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

شینواري سره مرکه