د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

فارین پالیسي: القاعده په افغانستان کې د ۲۰۰۱ په څېر خوندي پټنځایونه لري


د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان میلادي کال د اګست په لومړۍ چې د زمري۱۰مې سره برابره ده، په کابل کې د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل تایید کړل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان میلادي کال د اګست په لومړۍ چې د زمري۱۰مې سره برابره ده، په کابل کې د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل تایید کړل.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې لیکلي، یکشنبه د سپټمبر ۱۱ پر امریکا د هغو تروریستي حملو ۲۱ کلیزه ده چې له افغانستانه د القاعده شبکې له خوا پلان او پيل شوې وې.

خپرونه زیاتوي، دغو بریدونو ۲۹۷۷ بې ګناه کسان وژلي او له هغه وروسته ډېر څه بدل شوي دي.

د فارین پالیسي په وینا، تېر کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له (ورانوونکي/فاجعه آمیزه) وتلو وروسته، طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول او القاعده شبکه په هغه هېواد کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې په څېر خوندي پټنځایونه لري.

فارین پالیسي لیکي، ښايي ځینې هغه ناخوالي چې افغانستان ورسره مخ دی له پامه وغورځوي او امریکا یې هم په خوندي ډول د تاریخ په کتابونو کې ولیکي. خو رښتیا نه شي بدلیدی. په افغانستان کې ګواښونه لا هم موجود دي او که امریکا هغه ناسمې ارزونې او محاسبې اصلاح نه کړي چې باعث شول له افغانستانه راووځي ښايي د نورو دښمنانو په وړاندې هم د امریکا راتلونکي سیاستونه له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

فارین پالیسي هغه برید ته په اشارې چې په کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو لیکي، سپینه ماڼۍ باید دومره ساده نه وي چې تصور وکړي همدا یو برید به کافي وي چې القاعده د راتلونکو بریدونو له پلانه پاتې شي.

یوروایشیا ریویو:

یوروایشیا ریویو خپرونې د افغانستان شته بشري ناخوالي وضعیت او د ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنو ته په پام لیکلي، طالبانو اوس دا درک کړې چې جګړه تر حکومتولي ډېره اسانه ده.

دې خپرونې زیاته کړې په دې سربېره چې بهرنۍ مرستې تر ډېره کمې شوي او سخت ژمی هم را روان دی طالبان په دې نه دي توانېدلي چې د نړیوالې ټولنې باور جلب او په رسمیت وپېژندل شي.

پاسنیو ناوخوالو ته په کتو یورو ایشیا ریویو اندېښنه ښودلې چې د وضعیت د ښه کېدو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

د خپرونې په لیکنه د طالبانو ستونزو لا مخ په زیاتېدو دي چې ان یې د دوی په خپلو منځو کې هم واټنونه رامنځته کړي او موثره حکومتولي ترې پاتې ده.

یورو ایشیا ریویو د طالبانو خپلمنځي ستونزو ته په پام لیکلي چې د داعش خراسان څانګې له وضعې په استفادې ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی او اکثر قومي او مذهبي لږکۍ په نښه کوي.

په دې سربېره د خپرونې په لیکنه د مرکزي اسیا هېوادونه په تېره بیا تاجکستان او ازبکستان چې له افغانستان سره اوږدې پولې لري د ترهګرو ډلو له ګواښونو اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG