د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

ايران: افغانستان دې زموږ قلمرو ته د امريکايي الوتکو د ننوتو مخنيوى وکړي


د ایران د بهرنیوچارووزیر علي اکبرصالحي د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته دې اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې له پوځي اډو څخه د ایران په فضا کې الوتنې وکړي.

د ایران دولتي ټلویزیون تېره اونۍ د هغې بې پیلوټه الوتکې ویډیويي تصاویر وښودل چې د ایراني چارواکو په وینا د کشفي ماموریت پر مهال یې په خپل قلمرو کې نسکوره کړې خو امریکا وايي چې دا الوتکه د تخنیکي عارضې له وجې راغورځېدلې ده.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د بهرنیو چارو د وزیر علي اکبر صالحي له قوله لیکلي چې وايي، موږ غوښتنه کړې چې د افغانستان حکومت دې دا پېښه په جدي ډول وڅېړي او اجازه نه دې نه ورکوي چې دا ډول پېښې تکرار شي. د ایران د بهرنیوچارووزیر ویلي چې د دې ډول پېښو تکرار ته به د غیردوستانه عمل په سترګه وکتل شي.

د ایرنا د راپور له مخې، ښاغلي صالحي د ایران له ټولو ګاونډیانو غوښتي دي چې امریکا ته دې اجازه نه ورکوي چې د دوی له ځمکې او هوا څخه ناوړه استفاده وکړي.

د امریکا دفاع وزیر لېون پنېتا ويلي چې امریکا به خپلو دې عملیاتو ته دوام ورکړي. ښاغلي پنېتا دچارشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشرحامدکرزي سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، د دې الوتکو الوتنې، د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د افغانستان او امریکا د ملي امنیت دفاع ده او په ترڅ کې یې ډېر مهم استخباراتي عملیات ترسره کېږي. پنېتا وویل چې دا عملیات به دوام وکړي، خو د امریکا د دفاع وزیر د څرګندونو په ځواب کې ولسمشرحامدکرزي وویل، افغانستان نه غواړي چې د امریکا او ایران ترمینځ په دښمنۍ کې ښکېل شي.

ايران د نسکورې شوې بې پېلوټه الوتکې تصاوير خپاره کړل
ايران د نسکورې شوې بې پېلوټه الوتکې تصاوير خپاره کړل
د دوشنبې په ورځ ولسمشر بارک اوباما له ايران څخه وغوښتل چې بې پیلوټه الوتکه بېرته امریکا ته وسپاري:

( نه غواړم په ايران کې د بې پېلوټې الوتکې په اړه پر استخباراتي مسايلو خبرې وکړم ځکه چې محرم دي. څرنګه چې مخکې يادونه شوې، موږ يې د بېرته سپارلو غوښتنه کړې، وبه ګورو چې ايرانيان څه ځواب راکوي.)

ایراني چارواکو تر دې دمه د امریکا دا غوښتنه رد کړې ده. د ایران د بهرنیوچارووزارت په روانه اونۍ کې افغان سفیر احضار کړ او له افغانستان څخه د ایران پر فضايي قلمرو د امریکا د بې پیلوټه کشفي الوتکې د تېري له کبله یې د خپل حکومت اعتراض هغه ته وسپاره.

ایراني چارواکي وايي چې RQ- 170 ډوله کشفي بې پیلوټه الوتکه د افغانستان له ګډ سرحد څخه 225 کیلومتره لیرې په کاشمر ښارګوټي کې لومړی ځل ولیدل شوه.
XS
SM
MD
LG