برسویل: د طالبانو واکمنۍ د افغانستان وضعیت خورا پېچلی او کړکېچن کړی

د طالبانو بیرغ

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ پیل شوې غونډې سره هممهاله په ملګرو ملتونو سازمان کې د سویس دایمي استازې پاسکال برسویل وايي، د طالبانو واکمنۍ د افغانستان وضعیت خورا پېچلی او کړکېچن کړی دی.

خو مېرمن پاسکل هیله ‌وښوده چې د دوحې غونډه کې دې ترینګلي وضعیت ته یوه حل‌لار پیدا کړی شي.

نوموړې وايي: "موږ د افغانستان لپاره جادويي حل‌لار نه‌لرو. زه هیله لرم چې د دوحې غونډه د وضعیت د څرنګوالي په اړه بحث ته لاره هواره کړي."

سویس چې تازه د امنیت شورا دوره‌يي ریاست ورسپارل شوی په ملګرو ملتونو سازمان کې یې دایمي استازې دا هم وویل، طالبان باید د امنیت شورا غوښتنو ته غاړه کېږدي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اپرېل په ۲۷مه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې له طالبانو غوښتل شوي چې سمدستي د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو ځپونکې تګ‌لارې او کړنې ودروي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې پرېکړه‌لیک په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل، دوی له نړۍ سره په اقتصادي او ډیپلوماټیکه عرصه کې ښه تعامل غواړي او د دې تعامل د جوړېدو لپاره باید همکاري وشي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

اخوا په دوحه کې نن دويمه ورځ ده چې د بندو دروازو تر شا په‌کې د افغانستان په اړه غونډه روانه ده او طالبانو ته په‌کې د ګډون اجازه نه‌شته.

په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پيل شوې، د امریکا متحده‌ایالاتو چین، فرانسې، جرمني، هند، اندونیزیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسیې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بریتانیې، ازبکستان، اروپايي ټولنې او د اسلامي همکاریو سازمان استازي ګډون لري.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، د دوحې د ناستې هدف دا دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو، د ټولشموله حکومت جوړېدو او له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې نړیواله ښکېلتیا پیاوړې شي.

که څه هم له دې وړاندې اوازې خپرې شوې وې چې ګوندې په دې غونډه کې د طالبانو د اوسني رژیم پر رسمیت پېژندنې بحث کېږي، خو د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن دوجارېک پرون یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې د دوحې غونډه د طالبانو رسميت پېژندنې لپاره نه‌ده.

په دې اړه نور: د ملګرو ملتونو بيا ځلي ټينګار: د دوحې غونډه د طالبانو رسميت پېژندنې لپاره نه‌ده

بل پلو په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر چې د دوحې غونډه کې یې ګډون کړی پرون رسنیو ته وویل، د افغانانو اقتصادي پیاوړتیا د هغه حکومت له نوعیت مهمه ده چې پر دوی حکومت کوي.

هغې وویل، افغانان باید د سیاست قرباني نه‌شي او د افغانانو اقتصادي پیاوړتیا چې خپله خپل برخلیک وټاکي ډېر مهم دی، تر دې چې پر دوی څوک واکمن دي.

خو یو شمېر نورو کسانو چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی بېلابېلو رسنیو ته ویلي، له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د امریکا متحده‌‌ایالاتو او اروپايي ټولنې استازو دریځ خورا سخت و، خو د پاکستان، ایران، روسیې او چین په څېر یو شمېر هېوادونو بیا ټینګار کاوه چې له طالبانو سره دې له نرمښت کار واخيستل شي.

پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو سخت دریځو بندیزونو او ترڅنګ یې د همه‌شموله حکومت نه جوړولو او په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو د فعالیت او پیاوړتیا په اړه اندېښنو د طالبانو اوسنی رژیم د نړیوالې ټولنې له سخت عکس‌العمل سره مخ کړی دی.