اختریز پیغام؛ غني: پر افغانستان واکمنې ډلې د اسلام په نوم افغانان برمته کړي

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پر افغانستان واکمنې یوې ډلې د اسلام په نوم افغانان برمته کړي او د دې هېواد ملي هویت یې له بحران سره مخ کړی دی.

محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت یوه پیغام کې چې پرون پنجشنبې یې خپور کړی، ټولو افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر د مبارکۍ تر څنګ پر افغانستان واکمن طالبان تورن کړي چې هېواد یې د ملي هویت له بحران سره مخامخ کړی دی.

غني وایي، یوې ډلې د اسلام د مقدس دین په نوم افغانان برمته کړي او زیاته یې کړه چې یوه بله روژه هم په یوه مبهمه واکمني کې تېره شوه.

هغه وویل: "دا دی زموږ یوه بله روژه بیا په یوه مبهمه واکمنۍ کې په ملي اندېښنو تېره شوه. دا پټه واکمني، د یوه خفیه سازمان له خوا، تر پټ مخي مشرتابه لاندې چلېږي. دوی زموږ ګران وطن په شدت سره منطقوي سپکاوي، بین المللي انزوا او ملي تشدت خوا ته روان کړی دی."

که څه هم اشرف غني د خفیه سازمان نوم وانخیست، خو د خپلې واکمنۍ په تېره شوې دوره کې یې اکثره وختونه د پاکستان د استخباراتو ادارې، آی ایس آی ته ګوته نیوله.

نوموړي زیاته کړه چې دغه خفیه سازمان په حقیقت کې له ټولو ملي ارزښتونو سره د ضدیت تګلاره غوره کړې ده.

د هغه په خبره د دوی ګډ ملي هویت تر حملې لاندې دی او حاکمه ډله تر نورو ډېر زیان پېښوي.

د طالبانو مشر او د دې ډلې د وسله والو کسانو انځور

د غني په وینا دوی هر هغه څه چې د دوی ګډ افتخارات دي له منځه وړي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر په ټینګار سره وویل: "په افغانستان کې هېڅ جابر اقلیت په زور نه ده ګټلې او ولس یې د غرور جام آخر ور مات کړی دی."

نوموړي ظاهراً د طالبانو د سرپرست حکومت جوړښت ته په اشارې زیاته کړه: "د انحصار لار تباهي ده او وطن یوازې په ملي او ولسي سوله او عادل نظام جوړېدلی شي."

پر طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د نړیوالې ټولنې یو انتقاد همدا دی چې حکومت یې ټولګډونه نه دی، یعنې د ټول ولس استازي په کې نه شته."

اشرف غني یو ځل بیا د خپلې واکمنۍ په وروستۍ موده کې طالبانو ته له خپله اړخه د سولې د وړاندیز شوې طرحې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د یوې باعزته سولې چوکاټ یې وړاندې کړی و او که پر هغه اساسي ملي ډیالوګ شوی او په ګډه د حکومت شکل ټاکل شوی وای، د ده په خبره اوس به دغه مشکلات نه وو.

نوموړي زیاته کړه د سولې طرحه یې له طالب سره د ملت د سولې طرحه وه، خو نوموړي تور پورې کړ چې پر ځای یې طالب له جنګسالارانو سره سولې ته کېنول شو، نو ځکه د ده په خبره سوله رانغله او وطن هم آرام نه شو.

اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړي په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د مرکچي پلاوي ترکیب د هغه وخت، د افغانستان د سولې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په ګډې همغږۍ جوړ کړی و.

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله

غني وایي:"اوس یې وخت دی چې بېرته هغه پخواني چوکاټ ته ور وګرځو."

طالبانو تر اوسه د اشرف غني د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې د خپل نظام په دفاع کې ویلي چې هغه پر اسلامي اصولو ولاړ نظام دی چې د شریعت له مخې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه په کې خوندي دي.

په عین حال کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې چې ځان د طالبانو ضد مهمه وسله واله ډله بولي، هم د کوچني اختر په مناسبت یوه اعلامیه کې د طالبانو چلندونه استبدادي بللي او ویلي یې دي چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دوی په خبره د بې وزلو او مظلومو خلکو لپاره په یوه زندان بدل شوی دی.

د طالبانوپر ضد د افغانستان د ملي مقاومت جبهې جنګیالي

دې جبهې همدارنګه له نړیوالو غوښتي چې له طالبانو سره دې له تعامله لاس واخلي او هغوی دې د افغانسان له خلکو سره د خپلو کړو وړو مسوول وبولي.